د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د ریل ګاډي په تم ځای روسي توغندي لګیدلي، ۳۹ کسان وژل شوي 


اوکرایني چارواکو د جمعې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) وویل چې دوه روسي توغندي د ریل ګاډي په یو تم ځای باندې لګیدلي چې ښځې او ماشومان په کې راټول شوي وو، ۳۹ تنه یې وژلي او ۸۷ تنه نوزر یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د کرماتورسک ښار د ریل ګاډي په تم ځای ددغو دوو قوي توغندیو توغول په ملکي وګړو باندې عمدي برید دی.

ښاغلي زیلینسکي په یوه اعلامسه کې ویلي: «د جګړې په میدان کې زمونږ په وړاندې د دریدلو د توان او جرات لرلو د نشتون په صورت کې هغوی په قصدي ډول ملکي وګړي له منځه وړي.»

ښاغلي زیلینسکي وروسته بیا د فنلنډ پارلمان ته په یوه ویدیویي وینا کې ادعا وکړه چې د برید پر وخت د ریل په دغه تم ځای کې هیڅ یو اوکراینی پوځي موجود نه و.

د رویترز اژانس وایي ددغه تم ځای پیښه په خپلواکه توګه نشي تائید کولی.

د آر آی ای خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، هغه میزایل چې پدغه تم ځای لګیدلي یواځې د اوکراین د پوځ له لورې استعمالیږي او زیاتوي چې روسي ځواکونو د جمعې په ورځ په کراماتورسک کې هیڅ کوم هدف ندی ویشتلی.

ددې ښار ښاروال اولکساندر هونچارنکو ویلي چې د برید په وخت شاوخوا ۴۰۰۰ کسان د ریل پدغه تم ځای کې موجود وو. د ریل ګاډي د سټیشن مدیر ویلي چې په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شته.

XS
SM
MD
LG