د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له روسیې سره د اټومي وسلو د 'نوي پیل' تړون وغځاوه


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له روسیې سره یې د "نوي پیل"په نامه د اټومي بې وسلې کولو تړون د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۳ (سلواغې ۱۵) د یو بیان په خپرولو سره وویل: "جمهور رئیس بایډن ژمنه وکړه چې د وسلو د کنترول او پراخولو د منع کولو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د مشرتابه په بیا احیا کولو سره، د امریکا خلک د اټومي ګواښونو څخه په امن کې وساتي."

په بیان کې راغلي دي: "نن د امریکا متحده ایالاتو له روسیې سره د پنځو نورو کلونو لپاره د نوي پیل د تړون په غځولو سره [د ښاغلي بایډن] ددغه ژمنې په پلي کولو کې لومړنی ګام پورته کړ."

د نوي پیل تړون د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو د تړون وروستۍ برخه ده.

ددغه تړون په اساس چې په ۲۰۱۰کال کې لاس لیک شو د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د اټومي کوپړیو اعظمي شمیر ۱۵۵۰اټکل شوی دی. دغه دواړه هیوادونه تر ټولو زیاتې اټومي وسلې لري.

دغه تړون چې ټاکل شوی وه د فبرورۍ په پنځمه پای ته ورسیږي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ د روغې لپاره یو بیساری فرصت ګڼل کیږي؛ هغه دوه هیوادونه چې په تیرو څو کلونو کې یې اړیکې ډیرې کړکیچنې شوې دي.

د روسیې پارلمان د جنورۍ په ۲۷ (سلواغې ۸) ددغه تړون پنځه کلن غځول چې د جو بایډن له لورې یې وړاندیز شوی و، منظور کړ.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې په ۲۰۲۰کال کې پدغه اړه مذاکرات پیل کړل او ددې تړون د غځولو لپاره یې شرایط وړاندې کړل چې د روسیې د مخالفت په وجه چې غوښتل یې تړون په اوسنۍ بڼه اوسي او بدلون په کې رانشي، موافقه ترلاسه نشوه.

XS
SM
MD
LG