د لاس رسي وړ اتصالات

بایډڼ پر اوکراین د روسیې د میزایلو بریدونه د 'بشپړ وحشت'  په توګه وغندل 


د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندیو بریدونه وغندل او وویل چې دا د ولادیمیر پوتین د "ناقانونه جګړې" "بشپړ وحشت" په ډاګه کوي.

ښاغلي بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، «متحده ایالات په اوکراین کې د روسیې د نن ورځې توغندیز بریدونه په کلکه غندي.»

هغه زیاته کړه چې «دغو بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او غیر پوځي هدفونه یې ویجاړ کړي دي...دا [بریدونه] یو ځل بیا د اوکراین د خلکو پر وړاندې د ښاغلي پوتین د غیر قانوني جګړې بشپړ وحشت په ډاګه کوي.»

د امریکا ولسمشر وویل چې دا بریدونه د اوکراین د خلکو سره د دریدلو لپاره زموږ ژمنتیا نوره هم پیاوړې کوي او زیاته یې کړه چې: «د خپلو متحدینو او شریکانو ترڅنګ، به موږ پر روسیې باندې د تیري په وجه فشارونو ته دوام ورکړو، پوتین او روسیې سره به د هغوی ظلمونو او جنګي جرمونو حساب کوو او د اوکراین ځواکونو ته به د خپل هیواد او ازادۍ د دفاع لپاره اړین ملاتړ برابروو.»

ښاغلي بایډن پدې اعلامیه کې همداشان ویلي چې: «مونږ یو ځل بیا پر روسیې غږ کوو چې ژر تر ژره دغه بې بنسټه یرغل پای ته ورسوي او خپل پوځیان له اوکراین څخه وباسي.»

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې نن دوشنبه د کیف ښار امنیه قوماندانۍ په یوه رسمي اعلامیه کې لیکلي چې، روسي توغندي د ښار په مرکزي ساحو کې د ګڼې ګوڼې پرمهال لګېدلي، ملکي خلکو ته تلفات اوښتي او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.

د کیف برسېره، د اوکراین په نورو ښارونو، لکه لفیف، ترناپیل، او دیپرو کې هم نن د توغندیو لګېدلو له امله لویې چاودنې شوې دي. د اوکراین د دفاع وزارت ویلي، روسیې د کروز ۷۵ توغندي ویشتلي چې اوکرایني دفاعي ځواکونو۴۱ توغندي په هدف تر لګېدلو دمخه له منځه وړي.

د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو هم مهاله، د اوکراین ولسمشر زیلنسکي نن ولس ته په خپله وینا کې ویلي چې ددې بریدونو اصلي مقصد د اوکراین د برېښنا تاسیسات او عام خلک دي.

ښاغلي زیلنسکي وویل: "مونږ د ترهګرو سره مخامخ یو. د لسګونو توغنديو او ایراني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دوه هدفونه وو: په ټول هیواد کې د بریښنا تاسیسات. او دویم عام خلک."

XS
SM
MD
LG