د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د روسیې د یوې جنګي بېړۍ د وېشتلو ادعا وکړه؛ مسکو وايي چاودنه شوې


د روسیې یوه جنګي بېړۍ
د روسیې یوه جنګي بېړۍ

د روسیې ځواکونه وايي چې په تورې بحیرې کې یې په یوې بېړۍ کې دننه چاودنه شوې او ټول کارکوونکي ترې اېستل شوي دي، خو اوکراین وايي چې دا بېړۍ یې په میزایلو وېشتلې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په بېړۍ کې دننه د اور لګېدو له کبله د کنترول کېدونکي میزایل «مسکوا» چاودېدونکي مواد چاودلي‌ دي.

روسي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس ویلي دي چې اور کنترول شوی او بېړۍ هم د اوبو په سر ده او ډوبه شوې نه ده. وايي د بېړۍ مهمې وسلې ویجاړې شوې نه دي او هڅه کېږي چې بېړۍ بېرته ساحل ته انتقال کړل شي. خو د «اودیسه» والي وايي چې اوکراین دوه میزایل توغولي او دا بېړۍ یې وېشتلې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یو مقام ویلي دي‌ چې دا بېړۍ په کریمیه کې یو بندر ته په لار ده چې بېرته ورغول شي، لا دقیقه معلومه نه ده چې بېړۍ د اوکراین په میزایل وېشتل شوې ده که نه.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي‌ سي ان ان ته وویل: «په بېړۍ کې یوه چاودنه شوې ده... موږ مطمین نه یو چې هلته رېښتیا څه پېښ شوي‌. موږ دا ارزو چې هلته یوه چاودنه شوې ده-لږ تر لږه یوه چاودنه- یوه لویه چاودنه چې بېړۍ ته یې لوی زیان اړولی دی.»

په همدې حال کې د ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي دي چې دا بېړۍ د چهارشنبې په ورځ یا د بې پروایۍ او یا هم د اوکراین د بریالي برید له کبله زیانمنه شوې ده.

نوموړي د واشنګټن د اقتصادي کلب په یوې غونډې کې وویل: «موږ ټوله شپه له اوکراینیانو سره په تماس کې وو او هغوی ویل چې دا یې د بېړۍ ضد په میزایلو وېشتلې ده.» نوموړي وویل چې د اوس لپاره په خپلواک ډول پېښه تائیدولای نشي خو دا د روسیې لپاره یو لوی زیان دی.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړ. امریکا او ناټو په روسیې باندې قوي‌ بندیزونه لګولي‌ او له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې کړي چې د روسیې په مقابل کې ودرېږي.

اوکرایني چارواکي وايي روسي عسکرو زرګونه کسان وژلي او په اوکراین یې کې جنګي جنایتونه کړي‌ دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې روسیې په اوکراین کې «نسل وژنه کړې» او پوتین غواړي چې اوکراین نابود کړي.

روسي چارواکو د خپلو عسکرو له لوري‌ په اوکراین کې د ولسي خلکو د وژلو خبرونه رد کړي‌ او په دې اړه یې خپاره شوي‌تصویرونه «جعلي» بللي دي.

XS
SM
MD
LG