د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د طالبانو عمل ته په کتلو د هغوی د رسمیت پیژندلو په اړه تصمیم نیسو 


د روسیې د جمهوري ریاست ویاند ویلي چې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تر اوسه د طالبانو په وړاندې د مسکو د موقف په هکله تصمیم ندی نیولی او ګوري چې دغه ډله د افغانستان د ولس او روسي دپلوماتانو سره څه ډول چلند کوي.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي ۴) په یو خبري کنفرانس کې د افغانستان په اکثرو برخو د طالبانو تسلط ته په اشارې وویل: "مسکو اوس د طالبانو تسلط د افغانستان خلکو او روسي دپلوماتانو ته د امنیتي وضعیت له اړخه تفسیر کوي."

د کرملین ویاند وویل چې مسکو په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدو سره علاقه لري او د افغانستان د وضعیت په هکله د بحث لپاره به د امریکایي مقاماتو سره تماسونو ته دوام ورکړي. هغه وویل: "وضعیت [په افغانستان کې] هرو مرو د نطریانو او معلوماتو تبادلې ته اړین دی او البته په زیات احتمال سره دغه ډول تماسونه به دوام وکړي."

تر اوسه هیڅ هیواد طالبان په رسمیت ندي پیژندلي او تقریباً د سیمې او د افغانستان په قضیه کې ښکیلو ټولو هیوادونو د یو ټول شموله حکومت په جوړیدو چې د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو او پرګنو استازیتوب وکړي، ټینګار کړی دی.

سره لدې چې روسیې ویلي و خپل سفارت د کابل څخه نه باسي خو د ولسمشر پوتین په امر د چهارشنبې په ورځ څلور روسي پوځي الوتکو روسي او د یو شمیر نور هیوادونو اتباع د کابل د هوایي ډګر څخه د افغانستان نه بهر وایستل.

له بلې خوا تاجیکستان چې د روسیې متحد او د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د سازمان غړی دی

خبرداری ورکړی چې که د افغانستان راتلونکی حکومت ټول شموله نه وي هغه به په رسمیت ونه پیژني.

XS
SM
MD
LG