د لاس رسي وړ اتصالات

الکسي نوالني د نه خوړو اعتصاب کړی


د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سرسخته منتقد الکسي نوالني ویلي تر څو یې چې د ملا درد او د پښو د بې حسۍ په خاطر سمه درملنه پیل نشي، غذایي اعتصاب کوي.

ښاغلی ناوالني پدې تورن دی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د تعلیقي حبس شرایط له پامه غورځولي او د اختلاس په تور اوس په ۳ کاله بند محکوم شوی دی.

ښاغلي ناوالني د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۱) په خپل انستګرام کې لیکلي: "ما اعتصاب کړی دی چې قانون پلی شي او یو ډاکتر ته اجازه ورکړل شي چې ما معاینه کړي."

هغه همداشان ویلي دي چې د درملنې پر ځای په " کم خوبۍ شکنجه کیږي".

الکسي نوالني لږ وروسته له هغې چې د جنورۍ په ۱۷ له جرمني څخه د مسکو یو هوایي ډګر ته ورسید ونیول شو. هغه تیر کال په روسیه کې د مسموم کیدو وروسته جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شوی و.

ښاغلی ناوالني وایي کرملین د هغه د مسمومولو مسول دی او تور یې لګولی دی چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د هغه د وژلو امر کړی دی؛ هغه تور چې کرملین په وار وار رد کړی دی.

د ښاغلي ناوالني له نیول کیدو وروسته د هغه ملاتړو په پلازمینه مسکو او نورو ښارونو کې پراخې مظاهرې وکړې او د هغه ازادیدل یې وغوښتل. خو دغه مظاهرې د پولیسو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او د الکسي ناوالني په زرګونو پلویان پولیسو ونیول.

د امریکا متحده ایالات او د هغې لویدیځ متحدین د الکسي ناوالني زنداني کیدل او د هغه د پلویانو سره د پولیسو چلند سخت غندلی دی او پر روسیې باندې یې د بندیزونو لګولوړ هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG