د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکا د پوځ د قوماندې دوو مهمو دندو ته ښځې نوماندې کړې 


ولسمشر بایډن د ښځو په نړیواله ورځ دا دوې جنرالانې نوماندې کړې
ولسمشر بایډن د ښځو په نړیواله ورځ دا دوې جنرالانې نوماندې کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن دوې ښځې د امریکا د پوځ‌ دوو لوړ پوړیو دندو ته نوماندې کړې.

د امریکا د هوايي ځواک جنراله جاکلین ون اووست به د متحدو ایالتونو په پوځ کې لومړۍ ښځه وي‌ چې څلور-ستورې جنراله کیږي، دا په پوځ کې تر ټولو لوړه رتبه ده.

ولسمشر بایډن اغلې ون اووست د ترانسپورت د قوماندې مشرۍ ته نومانده کړه.

د امریکا د پوځ‌ بله درې ستوریزه جنراله لورا ریچاردسن د جنوبي‌ قوماندې مشرۍ ته نومانده کړل شوې ده.

ولسمشر جوبایډن ون اووست او ریچاردسن د مارچ په اتمه چې د ښځو نړیواله ورځ‌ ده، دغو دندو ته نوماندې کړې.

که د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د دوې نوماندي‌ تائیده کړه، دوی به د امریکا په تاریخ کې دویمه او درېیمه جنرالانې وي چې په دومره لوړو پوځي دندو کې کار کوي.

تر دوی مخکې لوري روبینسن لومړۍ ښځه وه چې د امریکا په پوځ کې یې د قوماندې لوړه دنده ترسره کړه.‌ هغه د شمالي قوماندې مشره وه او په ۲۰۱۸ کې یې له دندې څخه یې تقاعد وکړ.

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې د دغو دواړو د نوماند کولو پر مهال وویل: «دوې هرې یوې یې هېواد ته په خپلو دندو کې بېسارې تجربې، شفافیت او خدمت وړاندې کړي‌ دي. نن د ښځو نړیواله ورځ ده او موږ باید د دغو ښځو خنډ ماتوونکې لاس ته راوړنې ووینو او یادې یې کړو.»

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ ټولې ۱۱ قوماندې لري چې څلور ستوري جنرالان یې مشران دي.

نیویارک ټایمز وايي‌ چې پنټګان تېر کال دغو دندو ته د ون اووست او ریچاردسن د نوماند کولو پرېکړه کړې وه.

خو نیویارک ټایمز وايي چې بیا د دغو ښځو د نوماند کولو اعلان ځکه وځنډېده چې د هغه مهال دفاع وزیر مارک اسپر ویره لرله چې د هغه وخت ولسمشر دونالډ ټرمپ به یې د دې لپاره رد کړې چې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG