د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجوايي "قتل عام" او د امریکایي عسکر د مدافع وکیلانو نوې ادعا


بیلز په ۲۰۰۴ کال کې عراق ته هم تللی او هلته یې هم د مفلوكوين ګولۍ خوړلې خو په ریکارډ کې یې نشته
بیلز په ۲۰۰۴ کال کې عراق ته هم تللی او هلته یې هم د مفلوكوين ګولۍ خوړلې خو په ریکارډ کې یې نشته

د امریکايي خورد ظابط رابرټ بیلز مدافع وکیلان وايي بیلز د ملاریا ګولۍ خوړلې او ښايي د همدغو ګولیو بدو اغیزو هغه په کندهار کې د ولسي افغانانو وژلو ته هڅولی وي.

رابرټ بیلز د ۲۰۱۲ د مارچ په یولسمه د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې له خپلې قرارګاه څخه ووت او ورڅېرمه دوو کلیو کې یې ۱۶ ولسي افغانان ووژل چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

هغه مهال ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه غوښتي وو چې دا سرتېری دې محاکمه او اعدام کړي. خو د متحدو ایالتونو یوې پوځي محکمې هغه په عمر بند محکوم کړ.

اوس یې مدافعو وکیلانو له محکمې غوښتي چې د هغه پر قضیې دې له سره کتنه وکړي. وکیلان يې وايي بیلز افغانستان ته تر رسمي ماموریت مخکې د ملاریا یو ډول ګولۍ چې مفلوكوين نومیږي خوړلې. خو دغه ګولۍ د هغه په صحي ریکارډ کې ثبت نه دي.

د امریکا سي بي اس تلویزون د راپور په اساس ډاکټران وایي دغه ګولۍ کله ناکله سړی کنګس کوي، زړه تنګی کوي، بې باوره کوي، توازن یې ختموي، غوږونه یې درنوي او دا ډول ځینې نورې ناروغې هم ورته پیدا کوي.

د بیلز مدافع وکیلان هم وايي چې ښايي همدغو ګولیو هغه بې انډوله کړی وي چې په داسې یو کار یې لاس پورې کړی دی. د امریکا د دفاع وزارت خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې که د ملاریا څلورو نورو ګولیو کار ورنکړ، بیا دې مفلوکوین ګولۍ وخوري.

تراوسه لا معلومه نه ده چې محکمه به د رابرټ بیلز د مدافع وکیلانو دا غوښتنه ومني که نه.

افغانستان ته د امریکايي پوځ له ورتګ وروسته د یو امریکایي پوځي په لاس د دومره ولسي افغانان وژل د خپل ډول تر ټولو بده او ستره پېښه بلل کیږي.

هغه مهال د ناټو او په خاص ډول د امریکايي ځواکونو په عملیاتو، هوايي بریدونو او چاپو کې د ولسي افغانانو مرګ ژوبلې د کابل-واشنګټن ترمنځ اړیکې هم خرابې کړې وې.

ولسمشر کرزي په وار وار له دې کبله پر امریکایانو انتقاد کاوه او ټېنګار یې دا وه چې ترهګر د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه دي، بلکې له پولې دباندې دي.

XS
SM
MD
LG