د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پوځ دا مهال هېڅ جنراله نلري


افغان چارواکي وایي هڅه کوي چې د پوځ په لیکو کې د ښځو شمېر زیات کړي
افغان چارواکي وایي هڅه کوي چې د پوځ په لیکو کې د ښځو شمېر زیات کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په پوځ کې دوې جنرالانې وې چې هغوی استعفاوې وکړ ېاو دا مهال ملي اردو هېڅ جنراله نه لري.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کومانډويي قواوو په لیکو کې یو شمېر ښځینه سرتېرې هم په کومانډويي چاڼیزو عملیاتو کې ونډه لري.

د دغه وزارت ویاند، غفور احمد جاوید له امریکا غږ سره خبرو کې د ښځینه کومانډو سرتېرو په اړه دقیقه شمېره ورنه کړه خو وایي چې یو شمېر یې په ۴۴۴ قطعې او یو شمېر نورې په قول اردوګانو کې د کومانډو په توګه په عملیاتونو کې برخه اخلي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

ښاغلي جاوید وویل:"په ټوله کې موږ وخت ته اړتیا لرو، چې وکولای شو په عمومي توګه دوی عملیاتو او نورو ټولو مسایلو کې داخل کړو، خو چېرته چې اړتیا وي او چېرته چې کمانډو وي هلته یوه برخه ده چې ورسره مرسته کوي".

خو نوموړي زیاته کړه چې دا مهال ۱۷۲۲ښځې د ملي اردو ځواکونو په لیکو کې دنده لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په پام کې لري، د ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر تر ۲۰۲۰ مېلادي کاله پورې ۱۹۵۰۰تنو ته لوړ کړي.

  • د رهبرۍ کچه

د افغانستان ملي اردو په اوس وخت کې هېڅ ښځینه جنراله نه لري.

له دې وړاندې ملي اردو دوه جنرالانې لرلې، چې اوسمهال تقاعد شوي دي.

ښاغلی جاوید وایي، اوس د ښځو په منځ کې تر ټولو لوړه نظامي رتبه ډګروالي ده.

خو وايي، د وخت په تېرېدو او د ښځو د ظرفیت په لوړېدو سره به د ملي اردو په لیکو کې ښځې هم د جنرالۍ رتبه لاس ته راوړي.

دا مهال د دفاع وزارت، د جندر او بشري حقونو ریاست د ښځې لخوا اداره کېږي.

دفاع وزارت غواړي تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر ۱۹۵۰۰ تنو ته لوړ کړي
دفاع وزارت غواړي تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر ۱۹۵۰۰ تنو ته لوړ کړي
  • امتیازات:

په ملي اردو کې د ښځو د هڅونې لپاره، دفاع وزارت یو شمېر امتیازات هم په پام کې نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند وویل:"تر ټولو ډېر د انګلیسي او کمپیوټر کورسونو او د دوی د ظرفیت لوړولو لپاره مو دوی د لوړو زده‌کړو موسسو ته معرفي کړي دي،تر څو د لسانس په کچه زده‌کړې وکړي او د دې ترڅنګ کار هم وکړي، د ښځینه جدیدالشمول لپاره د زده‌کړو په پای کې ۵۶۰۰ افغانۍ ورکول کېږي او همدرانګه ۳۶۴۰ افغانۍ ورکول کېږي دا شمېر د روغتیایي اړتیاوو او معاش سربېره دوی ته ورکول کېږي".

افغان کومانډو سرتېرې
افغان کومانډو سرتېرې

​د افغانستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې، د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي هم لاسلیک کړې، تر څو له مخې یې ښځې د باور په فضا کې ملي اردو ځواکونو ته راشي.

XS
SM
MD
LG