د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن په عراق کې د ایران پر ملاتړ لرونکو ځواکونو د برید امر کړی


د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وروسته له هغه امریکايي ځواکونو ته په عراق کې د ایران پر ملاتړ لرونکو ملیشو باندې د برید امر وکړ چې په شمالي عراق کې د ډرون په یو برید کې د امریکا درې سرتیري ټپیان شول.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن ویلي، په دغه برید کې چې د دوشنبې په ورځ وشو، یو امریکايي پوځي سخت ټپي شوی دی. د ایران ملاتړ لرونکې ملېشه ډلې کتائب حزب الله د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

بایډن، چې د کرسمس د رخصتۍ د تیرولو دپاره د مریلنډ ایالت د کمپ ډیویډ د ولسمشرۍ تفریح ځای ته تللی، د عراق په ایربیل کې د امریکايي پوځیانو پر اډه باندې د برید په اړه له خبرېدو وروسته د ملي امنیت غونډه راوبلله.

چارواکو وویل، په غونډه کې بایډن د کتائب حزب الله او ورسره تړلو وسله والو ډلو پر دریو مرکزونو باندې د برید امر وکړ.

د متحده ایالاتو له خوا دا بریدونه د سه شنبې په سهار دسمبر ۲۶ (لیندۍ ۵) په عراق کې ترسره شوي. د امریکا مرکزي قوماندې (سنټکام) چې د منځني ختیځ د برخې مسئولیت لري، ویلي چې په دریو ځایونو کې په ځوابي بریدونو کې، "په نښه شوي تاسیسات ویجاړ شوي او احتمال لري چې د کتائب حزب الله یو شمیر اورپکي وژل شوي وي."

واټسن وویل: "ولسمشر د امریکایي پرسونل ساتنې ته ترهر څه لومړیتوب ورکوي. که پر دوی بریدونه دوام ومومي، متحده ایالات به یې په خپله خوښه او پر وخت ځواب ورکړي."

پر امریکايي پوځیانو وروستی برید په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د څو میاشتو راهیسې د روانو بریدونو برخه ده چې په غزه کې د اسرائیل او حماس د خونړۍ جګړې د پیل راهیسې یې زور اخیستی دی.

په عراق او سوریه کې د "اسلامي مقاومت" په نامه د ایران تر ملاتړ لاندې اورپکو ډلو د اکتوبر په ۱۷مه، په غزه کې په یو روغتون کې له چاودنې وروسته چې سلګونه کسان یې ووژل، د امریکا پر تاسیساتو بریدونه پیل کړل. له هغه راهیسې، دواړو خواوو پر یو بل باندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

تېره میاشت د عراق په لویدیځ کې د الاسد په هوايي اډه کې پر امریکايي ځواکونو د لنډ واټن بالستیک توغندي له برید وروسته، د امریکا جنګي الوتکو د کتائب حزب الله د قوماندي یو مرکز په نښه کړ. ایران پلوه ملیشو د اکتوبر په میاشت کې هم په همدې هوايي اډه کې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ چې څو تنه امریکايي سرتیري پکې ژوبل شول.

امریکا د حماس پر ملاتړ کوونکي ایران تور پورې کړی چې د یمن حوثي وسله وال هڅوي چې په سور سمندر کې پر سوداګریزو بیړیو باندې بریدونه وکړي.

د بایډن ادارې هڅه کړې چې د اسرائیل او حماس جګړه په سیمه کې خپره نشي. په سیمه کې په میشتو امریکايي ځواکونو باندې وروستیو ځینو بریدونو ته ځواب نه دی ورکړل شوی چې له کبله یې د امریکا جمهوري غوښتونکو نیوکې کړي دي.

متحده ایالات په عراق کې زرګونه سرتیري لري چې عراقي ځواکونو ته روزنه ورکوي او د داعش له پاتې شونو سره مبارزه کوي. امریکايي ځواکونه په سوریه کې هم د داعش ضد ماموریت پر مخ وړي. په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې پر دغو ځواکونو باندې په لسګونو بریدونه شوي دي چې امریکا یې پړه د ایران پر ملاتړ لرونکو وسله والو اچوي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په یو بیان کې وویل: "په داسې حال کې چې موږ په سیمه کې د جګړې د زیاتولو په لټه کې نه یو، خو ژمن یو او بشپړ چمتو یو چې د خپلو خلکو او تاسیساتو د ساتنې لپاره نور اړین ګامونه پورته کړو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG