د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د تیلو د بیې د کنټرول لپاره ستراتیژیکې زیرمې کاروي


متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن په پام کې لري چې ددغه هیواد د نفتو له ستراتیژیکو زیرمو څخه په ورځ کې د یو میلیون بیرل تیلو د ترلاسه کیدو امر وکړي.

له موضوع څخه دوو خبرو کسانو ددې پلان په اړه اسوشیتډ پرس ته جزیات ورکړي دي.

بایډن په داسې حال کې دغه اقدام کوي چې واشنګټن او متحدینو یې پر اوکراین د برید له امله په مسکو سخت بندیزونه ولګول او ددې کار په نتیجه کې د تیلو قیمت د پام وړ اوچت شوی دی.

ټاکل شوېده دا اعلان د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري یولسمه) وشي او سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس بایډن غواړي د تیلو د بیي له لوړیدو سره د مبارزې په هدف د خپل حکومت د پلانونو په اړه وینا وکړي.

اسوشیتډ پرس ویلي د تیلو له ستراتیژیکو زیرمو څخه د استفادي د مودې په اړه وروستۍ پریکړه نده شوې خو کیدای شي د څو میاشتو لپاره وي. د تیلو لوړ قیمت د ډیر تولید لامل ندی شوی بلکې بایډن ته یې مشکلات رامنځ ته کړي دي.

د اسوشیټد پرس په وینا، په امریکا کې په تیرو ۴۰ کلونو کې د بې سارې پاړسوب او پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د تیلو د بیې په لوړیدو سره د جمهور رئیس بایډن د محبوبیت کچه ټیته شوې ده.

د چهار شنبې په ورځ مارچ ۳۰ یو بیرل خام تیل په کابو ۱۰۵ امریکایي ډالره پلورل کیدل په داسې حال کې چې یو کال مخکې په ۶۰ امریکایي ډالره وو.

د ډالاس فدرال ریزرف Dallas Federal Reserve د یوې سروې له مخې چې تیره اوونۍ خپره شوه، ویلي دي چې د تیلو تولیدونکي تر ډیره د پانګه والو د ضرورتو په پوره کیدو تمرکز کوي.

د بایډن حکومت په نومبر میاشت کې له نورو هیوادونو سره په همغږۍ له ستراتیژیکو زیرمو څخه د ۵۰ میلیونه بیرله تیلو د اخیستلو اعلان وکړ.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، امریکا او ۳۰ نورو هیوادونو موافقه وکړه چې ۶۰ میلیونه بیرله تیل به له ستراتیژیکو زیرمو ترلاسه کوي چې نیمایي به یې له امریکا څخه ترلاسه کیږي.

د امریکا د انرژۍ وزارت چې دا چارې سمبالوي وایي چې د مارچ تر ۲۵ نیتې پورې په ستراتیژیکو زیرمو کې ۵۶۸ میلیونه بیرله تیل موجود وو.

XS
SM
MD
LG