د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په قوت او دقت سره داعش - خراسان په نښه کوو


د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ژمنه وکړه چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر یوې دخولي دروازې ته نږدې د چاودنو عاملین به پیدا او په نښه کړي.

ښاغلي بایډن ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ځانمرګي بریدګر او وسله وال به چې د کابل د هوایي ډګر څخه بهر د خونړي برید عاملین دي.

ځانمرګو برید کوونکو د «ابي ګیټ» په نامه د کابل هوایي ډګر یوې دخولي دروازې ته نږدې د اګست په ۲۶ دوه ځانمرګي بریدونه وکړل.

د افغان او امریکایي چارواکو په وینا په دې بریدونو کې حد اقل ۶۰ افغانان او ۱۲ امریکایي پوځیان وژل شوي دي او د اسوشیټد پرس په وینا ۱۴۳ نور افغانان ټپیان شوي‌ دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي د پنټاګان د یوې خبري غونډې په مهال وویل چې په دې پیښو کې د امریکا یوولس بحري پوځیان او یو بحري صحي مامور وژل شوي او ۱۵ نور پوځیان ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې له چاودنو وروسته ډزې هم شوي دي.

له بریدونو وروسته د اسلامي دولت ډلې په خپل ټلګرام چینل کې د برید مسولیت واخیست. ملګرو ملتونو ، ناټو او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه غندلي دي.

د امریکا جمهور رئیس په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د تخلیې عملیات به پای ته رسوي او د برید عاملین به پیدا کوي.

ښاغلي بایډن وویل:"کومو کسانو چې دا برید کړی او همدارنګه کوم کسان چې غواړي امریکا ته زیان ورسوي، په دې وپوهیږي چې: موږ به یې ونه بښو. موږ به یې له یاده ونه باسو. موږ به تاسې پیدا او حساب کتاب به درسره وکړو."

بایډن زیاته کړه د تخیلې ماموریت به دوام ولري:" موږ به هغه امریکایان چې غواړي ووځي، وباسو."

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر فرانک مکنزي هم د جمهور رئيس خبره تکرار کړه: "موږ به خپل لومړي نمبر ماموریت ته دوام ورکړو، په هره اندازه چې امکان ولري‌ له افغانستان څخه خپل اتباع وباسو."

مکنزي وویل، نظامیان په دې باور دي چې دا برید په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې پورې د مرتبطو جنګیالیو له خوا شوی دی، کوم چې د داعش – خراسان په نامه پيژندل کیږي. نوموړي زیاته کړه د نورو بریدونو احتمال هم موجود دی.

ښاغلي بایډن د خپلې وینا پرمهال وویل: "ما همدارنګه خپلو قومندانانو ته امر کړی چې د داعش- خراسان پر شتمنیو، رهبري او تاسیساتو د برید لپاره یو عملیاتي پلان جوړ کړي. موږ به په مناسب وخت، په قدرت او دقت، په هغه ځای کې چې موږ یې ټاکنو او په هغه وخت کې چې موږ یې غواړو ځواب ورکړو."

ښاغلي بایډن وویل تر اوسه داسې شواهد نشته چې په دې بریدونو کې د طالبانو او داعش ترمنځ کومه رابطه وي.

دا بریدونه د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه بهر په هغه سیمه کې وشول چې د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته ، په زرګونه کسان راټول شوي وو چې له افغانستان څخه ووځي. د امریکا جمهور رئیس جوبایډن په خپله وینا کې وویل چې څه باندې سل زره کسان له افغانستان څخه په نظامي پروازونو کې ایستل شوي دي.

ددغو چاودنو وروسته، په کابل کې د امریکا سفارت وویل امریکایي‌ اتباع باید هوایي ډګر او د هوایي ډګر دروازو ته له تللو ډډه وکړي ځکه د نورو بریدونو ویره شته.

XS
SM
MD
LG