د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بایډن د کورني اجنډا د ترویج په لټه کې


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن روانه اونۍ د امریکا د داخلي اجنډا د ترویج د پاره هلې ځلې ګړندۍ کوي.

د ولسمشر دموکراټ ګوند د دوو لایحو په سر چې، یو یې د ۱،۲ میلیارد ډالرو زیربنایي بسته ده او بل یې د ۳،۵ میلیارد ډالر ټولنیز لګښتونه دي، پخپلو منځو کې اختلاف لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تر فشار لاندې دی چې دخپل دموکراټ ګوند د غړو ترمنځ اختلافات له منځه یوسي او دواړه اړخونه د دوو سترو لایحو په سر چې، د یو بل سره تړلي دي او په هیواد کې دننه د ولسمشر د اجنډا لپاره ډیرې مهمې دي، یوموټی کړي.

ولسمشر بایډن ویلي: "پروا نه کوي چې مونږ به دا اجنډا په شپږ دقیقو، شپږو ورځو یا شپږو اونیو کې بشپړه کړو، خو بشپړو به یې. "

د امریکا د دواړو ګوندونو په مرسته د ۱،۲ میلیارد ډالرو د زیربنا لایحه چې د سړکونو، پلونو او د لویو لارو جوړول پکې شامل وو د امریکا په سنا مجلس کې تصویب شوه. خو دغه لایحه بیا د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند د مترقي او منځلارو غړو ترمنځ د اختلاف له امله لا نده تصویب شوې.

دموکراټان وایي دا لایحه به تر هغه تصویب نکړي چې د دوی ګوند د ۳،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې بلې لایحې په سر یوې هوکړې ته نه وي رسیدلي چې پکې ټولنیز لګښتونه لکه د چاپیریال ساتنه، تعلیم او د ماشومانو د ساتنې د پاره مصارف شامل دي.

د اریزونا ایالت، یوه منځلارې سناتوره، کرستین سینما په یوه بیان کې د دې لایحې په تصویب کې ځنډ د نه بښلو وړ عمل بللی او والي دي دا بله لایحه یې یرغمل نیولې ده.

جمهوري غوښتونکي بیا د سترو لګښتونو د پلان خلاف دي. د وایومینګ ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور جان باراسو د فاکس نیوز سره په مرکه کې دا لایحه د حکومت د سوسیالیزم لایحه بللې ده.

دموکراټ ګوند د استازو په مجلس کې د لږ توپیر سره اقلیت دی او په سنا مجلس کې د ولسمشر د مرستیالې کامله هریس سره اکثریت کیدای شي.

که دموکراتان غواړي چې دغه ستره لایحه تصویب شي باید د خپل ګوند غړي چې په مترقي او منځلارو مفکورو ویشل شوي، یوموټی کړي.

مستقل سناتور برني سندرز وایي: "دا دواړه لایحې په ګډه پرمخ ځي. موږ باید دواړه تصویب کړو."

د استازو مجلس د راتلونکو دوو اونیو لپاره رخصت دی. د راپور له مخې ولسمشر بایډن دموکراتانو ته ویلي چې د لایحې ارزښت باید ۲،۱ میلیارد ډالرو ته راښکته شي او ځینې مترقي دموکراتان وايي چې ښایي داسې جوړجاړی وشي چې له مخې یې د لایحې د تمویل موده رالنډه کړي.

XS
SM
MD
LG