د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکوي


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وایي امریکا به د افغان پوځ تجهیز، تمویل او د معاشونو د ورکړې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن د واشنګټن په وخت د سه شنبې ناوخته وویل، متحده ایالتونو او متحدینو یې په تیرو شلو کلونو کې څه باندې درې سوه زره افغان پوځیان روزلي او تجهیز کړي او اوس هغوی باید د ځان او د خپل هیواد لپاره جګړه وکړي.

جمهور رئیس جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه د خپلې پریکړې دفاع وکړه.

که څه هم طالبانو په ټول افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، یو شمیر سیمې یې نیولي دي او وضعیت مخ په خرابیدو دی، خو بایډن وویل دی په خپله پریکړه پيښمانه ندی.

بایډن وویل:"هغوی باید د ځان لپاره جګړه وکړي، د خپل هیواد لپاره جګړه وکړي. امریکا به د هوایي ملاتړ او په دې اړه چې د هغوی هوایي پوځ فعال وي خپلې کړي ژمنې جاري وساتي."

بایډن په هغه استدلال یوځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې تر یو تریلیون ډالرو ډیرې پیسې لګولي او په زرګونه امریکایي پوځیان مړه او ټپیان شوي دي.

بلخوا امریکا متحده ایالتونو، طالبانو ته تازه خبرداری ورکړی او څرګنده کړې یې ده که هر حکومت په افغانستان کې د زور له لارې واک ته ورسیږي په نړیواله کچه به په رسمیت ونه پيژندل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د سه شنبې ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل:"ددې لپاره چې زموږ او زموږ متحدین په افغانستان کې هر راتلونکی حکومت په رسمیت وپیژنو او مرستې ورسره وکړو نو هغه باید د باید د سیاسي توافق په نتیجه کې وي چې پنځه معیارونه ولري."

هغه څرګنده کړه، لومړی باید همه شموله وي. دویم باید د میرمنو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي . دریم باید اجازه ورکړي چې افغانان خپله د خپلو مشرانو د غوره کولو صلاحیت ولري او پنځم باید د نړیوالو قوانینو او نړیوالو بشري قوانینو په برخه کې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي‌ چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا دوحې ته تللی څو چې طالبانو مشران د افغانحکومت له مشرانو سره خبرو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG