د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني هغو افغانانو ته پناه ورکوي چې افغانستان کې یې ورسره کار کړی 


د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس ویلي چې هیواد یې هڅه کوي هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د جرمني پوځ سره کار کړی پناه ورکړي.

د ۲۰۱۳ کال راهیسې جرمني پدې کتګورۍ کې نژدې ۸۰۰ افغانان چې د کورنیو د غړو سره یې شمیر ۲۵۰۰ تنو ته رسیږي، منلي دي او غواړي د هغو کسانو د منلو بهیر ګړندی کړي چې د طالبانو د پرمختګونو سره سره لاهم په افغانستان کې پاته دي.

د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس چې د سوسیال دموکرات ګوند په استازیتوب د راتلونکې میاشتې په فدرالي انتخاباتو کې د جرمني صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید دی د سه شنبې په ورځ اګست ۱۰ (زمري ۱۹) د «نویه اوسنابروکر» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «مونږ پدې امکاناتو بحث کوو چې دغه کسان څنګه ژر وباسو.»

هغه زیاته کړه چې: «مونږ د هغو محلي کارکوونکو په اړه مسولیت لرو چې هلته یې زمونږ ملاتړ کړی دی.»

د جرمني د پناه ورکولو پلوي د کډوالو یو سازمان ویلي چې لاهم لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه محلي مرستندویان په افغانستان کې پاته دي چې د جرمني ځواکونو ملاتړ یې کړی.

ښاغلي شولتس وایي چې برلین د افغانستان د حکومت سره په هم آهنکۍ دا موضوع پرمخ بیایي. هغه د جرمني د دفاع وزیرې آناګریټ کرامپ کارینباور د دوشنبې د ورځې څرګندونې تکرار کړې او بیا یې افغانستان ته د جرمني سرتیرو د استلو مسئله رد کړه.

هغه وویل چې: «زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې دې بیا پوځي ښکیلتیا مناسبه وي.» ښاغلي شولتس زیاته کړه: «د ۲۰ کالو وروسته، همدا اوس نړیواله ټولنه وتلې، په ملي او بین المللي کچه داسې هڅې نشته چې دوهم ځلي دې [افغانستان ته] ځواکونه واستول شي.»

جرمني دغه تصمیم پداسې حال کې نیولی چې د افغانستان په شمال کې، چې د جرمني ځواکونه دیره وو، امنیتي وضعیت خورا خراب شوی او د کندوز ښار په ګډون ځنې سیمې طالبانو نیولي دي.

په افغانستان کې وضعیت وروسته له هغې مخ په خرابیدو شو چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱ پوورې له هغه هیواد څخه ټول ځواکونه وباسي.

XS
SM
MD
LG