د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ته د امریکا خبردرای؛ که په زور واک ترلاسه کړی، منزوي به شی


طالب وسله وال

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړی دی که یې په افغانستان کې په زوره واک ترلاسه کړ، په نړیواله کچه به منزوي او ګوښه شي.

ښاغلي خلیلزاد نن سه شنبه اګست لسمه (زمري۱۹) خبرداری ورکړ هر هغه حکومت چې په زور په افغانستان کې راشي، نړیوال به یې په رسمیت ونه پېژني.

نوموړی بیا قطر ته تللی دی چې د طالبانو مشران وهڅوي چې بېرته د سولې خبرې پیل کړي. هغه همدغه راز هڅه کوي چې په طالبانو فشار راوړي چې خپل بریدونه ودروي او د سیاسي توافق لپاره خبرې وکړي.

په همدې حال کې امریکايي چارواکو ویلي دي چې د طالبانو د ځپلو لپاره یې ۱۳۰-ای سي، ام کیو-۹، د رییر بې پیلوټه الوتکې، بي-۵۲ او اف-۱۸ جنګي الوتکې یې سیمې ته انتقال کړي دي.

ملګرو ملتونو هم ویلي دي چې هغه حکومت به په رسمیت ونه پېژني چې په زوره واک ته رسېدلای وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي‌ چې ښاغلی خلیلزاد به د یو نړیوال مشترک غبرګون په برابرولو کې هم مرسته وکړي.

په همدې حال کې اسوشیتدپرس وايي چې د وسله والو طالبانو نظامي مرستیال محمد یعقوب خپلو جنګیالیو ته ویلي دي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې افغان ځواکونو او چارواکو ته زیان ونه رسوي.

محمد یعقوب د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی دی. طالبانو د هغه پنځه دقیقه يي غږ خپور کړی چې هغه په کې وسله والو طالبانو ته سپارښتنه کوي چې د افغان ځواکونو او چارواکو پرېښودل شویو کورونو ته داخل نشي، بازارونه خلاص پرېږدي، بانګونه او سوداګرۍ وساتي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې او وايي چې ورسېدلي راپورونه د طالبانو له لوري ‌په تازه نیول شویو سیمو کې د احتمالي جنګي جنایاتو حکایت کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان مشرې مېشل بچلیت د سه شنبې په ورځ اګست لسمه (زمری۱۹) وویل: «طالبان باید په ښارونو کې خپل پوځي عملیات ودروي. تر څو پورې چې ټول اړخونه د خبرو مېز ته راستانه شوي‌ نه وي او یو سوله اییز تفاهم ته رسېدلي نه وي، اوسنی خراب وضعیت به ډېرو افغانانو ته لا خراب شي.»

د مېرمن بچلیت په خپرې شوې اعلامیې کې همدغه راز راغلي‌ دي: «د جولاۍ له نهمې راهېسې، یوازې په څلورو ښارونو -لښکرګاه، کندهار، هرات او کندز- کې لږ تر لږه ۱۸۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۱۸۱ نور ژوبل شوي چې ماشومان هم په کې دي».

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي چې « له محکمې پرته اعدامونو، د حکومت په اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو په غړو باندې د بریدونو، د کورونو، کلینیکونو او ښوونځیو د ورانولو راپورونه» ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG