د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: افغان حکومت په طالبانو د بري لپاره هر څه په اختیار کې لري 


د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي د افغانستان حکومت په طالبانو د بري لپاره هر څه په اختیار کې لري.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي‌ چې ولسمشر بایډن په دې نظر دی او دا خبره یې کړې ده چې «د افغانستان حکومت او امنیتي او دفاعي‌ ځواکونه یې د طالبانو په مقابله کې د بري لپاره تجهیزات، تعداد او روزنه لري او اوس د طالبانو د خشونت په ضد د رهبرۍ او ارادې وخت دی.»

مېرمن ساکي وویل چې واشنګټن د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دښمنۍ او د ولسي خلکو په ضد غچ اخیستونکي ‌بریدونه ارزوي او په دې اړه خواشینی دی.

هغې وویل که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي، دا کار یې د مشروعیت د ترلاسه کولو مخه نیسي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت له طالبانو څخه په جدي توګه غواړي‌ چې د جګړې په ځای خبرو ته کیني او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سفارت په لویو ښارونو باندې د طالبانو بریدونه غندلي دي او دا یې د دغې ډلې د ژمنو خلاف کار بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کندز، سرپل، شبرغان، هلمند او یو شمېر نورو ښارونو باندې بریدونه کړي‌ او سختې جګړې روانې دي.

XS
SM
MD
LG