د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا پارلمان: افغان همکاران باید د غچ اخیستنې سره مخامخ نکړو


د اروپایي ټولنې د پارلمان رئیس د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان پناه غوښتونکو د منلو مسولیت لري او نشي کولای هغه کسان چې دې ټولنې ته یې په افغانستان کې کار کړی "د غچ اخیستنې له ګواښ" سره مخامخ کړي.

ددې ټولنې د پارلمان رئیس ډیویډ ساسولي وویل هغه پناه غوښتونکي چې له افغانستان څخه اروپا ته راځي باید په مساوي بڼه د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ وویشل شي.

ښاغلي ساسولي چې د لیتوانیا په کتنه بوخت وو، خبریالانو ته وویل: "مونږ باید د هغو کسانو چې مونږ سره یې همکاري کړې ساتنه وکړو، نشو کولای اجازه ورکړو چې هغوی د غچ اخیستنې سره مخامخ شي."

پدې ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د سه شنبې په ورځ په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې دغه ډله د غچ اخیستنې په لټه کې نده او د دولتي کارکوونکو او د بهرنیو ځواکونو د ژباړونکو په ګډون به هیڅ چا تاوان ونه رسیږي. هغه زیاته کړه چې د هغوی مشرتابه عمومي عفو اعلان کړې او په همدې دلیل نه غواړي د هیچا سره "دښمني" وساتي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د ښځو حقونه مراعت کوي.

خو زیات شمیر افغانان په ځانګړې توګه هغوی چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی دغو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د اروپایي پارلمان رئیس وویل: "مونږ مسولیت لرو. زه فکر کوم چې اروپایي کمیسیون کولای شي د غړو هیوادونو تذرمنځ د هغوی د ویشلو اجازه ورکړي او دا کار په بیړه کیدای شي."

یو غربي مقام د چهارشنبې په ورځ د رویترز اژانس ته وویل چې څه دپاسه ۲۲۰۰ دپلوماتان او ملکیان په پوځي پروازونو کې له افغانستان څخه ایستل شوي دي. خو دغه مقام څرګنده نکړه چې پدغو کسانو کې څومره افغان شته چې له هیواد نه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG