د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د اوکراین جګړه به اوږده جګړه وي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اوکراین جګړې ته په اشارې سره ویلي دي چې دا به یوه اوږده جګړه وي.

نوموړي تېره ورځ سه شنبه سپتمبر ۱۳ (وږې۲۲) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اوکراین وروستي پرمختګونه د دغې جګړې د بدلون نښه ده، هغه وویل: «دا پوښتنه د ځواب وړ نه ده. ځواب یې سخت دی. ښکاره ده چې اوکراینانو په جګړې کې پام وړ پرمختګونه لرلي. فکر کوم چې دا به یوه اوږده جګړه وي.»

اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په شمال کې په روسي ځواکونو بریدونه وکړل او له هغوی څخه یې ځینې سیمې ونیولې او د ولسمشر بایډن په ګډون د نړۍ مشرانو دا هر څه څارل چې له وخت څخه مخکې بریا اعلان نکړي.

دغو بریدونو د اوکراین جګړې ته نوې بڼه ورکړې ده، دا جګړه د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې ده چې نژدې اوه میاشتې یې اوس دوام کړی.

په همدې حال کې د کرملین ویاند دیمتري پسکوف په اوکراین باندې د خپل هېواد د برید ننګه کړې او خبریالانو ته یې وویل چې له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل د روسيې لپاره لوی ګواښ دی او په خبره یې روسیه د خپل امنیت د تضمین او ملي ګټو لپاره د دغې جګړې په دوام ټېنګار کوي.

اخوا د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس نن په روسیې کې مذهبي او نورو مشرانو ته په خطاب کې وویل چې دین نباید په جګړې کې د «شیطاني کارونو» د توجیه کولو لپاره وکارول شي. نوموړي په قزاقستان کې په یوې غونډې، چې د نورو دینونو او مذهبونو استازي هم وو، دا جګړه وغندله.

بل لوري ته د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز په یو پیغام کې د چین له ولسمشر څخه غوښتي دي چې په اوزبیکستان کې له خپل روسي سیال پوتین سره د ملاقات په مهال هغه ته ووايي چې د نړۍ مشران باید د قانون د حاکمیت ننګه وکړي، هغه څه چې ښاغلي پوتین په اوکراین باندې د برید په ترڅ کې زیانمن کړی دی.

ښاغلي البانیز همدغه راز د اوکراین له ولسمشر او خلکو څخه مننه وکړه چې د روسیې د یرغل په مقابل کې «شجاعانه مبارزه» وکړه او ټېنګار یې وکړ چې د هغوی مبارزه د ټولو هغو خلکو په ګټه ده چې په نړیوالې ارادې باور لري.

XS
SM
MD
LG