د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او تراس د روسیې په وړاندې د دریدو ژمنه وکړه


ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه (وږي ۱۵) د بریټانیا له نوې صدراعظمې لیز تراس سره په ټلفوني خبرو کې یاد مقام ته د هغې د بریاليتوب مبارکي وویله او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو په زیاتیدو ټینګار وکړ.

بایډن او تراس په دې خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخیدو سربیره، د نږدې اړیکو په دوام په خاص ډول د روسیې په وړاندې په دریدو ټینګار وکړ.

ښاغلي بایډن پر یو ټویټ ولیکل:" زه په لیوالتیا سره د اړیکو د ټینګیدو، په خاص ډول د نړیوالو ننګونو له هغې جملې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې د نږدې همکارۍ غوښتونکی یم."

د بریټانیا محافظه کار ګوند د دوشنبې په ورځ لیز تراس د خپلې نوې رهبرې په توګه وټاکله او د بریټانیا ملکې دویمې الیزابت د سه شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه د پخواني صدراعظم بوریس جانسن د استعفا تر منلو وروسته، میرمن تراس رسما د بریټانیا د صدراعظمې په توګه ومنله.

د بریټانیا صدارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي‌ چې بایډن او تراس د اړیکو د پراخیدو، د ناټو په چوکاټ کې د همکارۍ د زیاتیدو او د متحدو ایالتونو، آسترالیا او بریټانیا د امنیتي هوکړې په اړه چې تیر کال د چین سره د مقابلې په هدف ترلاسه شوه، خبري اترې وکړې.

په دې بیانه کې راغلي چې تراس لیواله ده " له ولسمشر بایډن سره د نړۍ د ازادو دیموکراسیو د رهبرانو په توګه د مشترکو ننګونو په خاص ډول د پوتین د جګړې له امله له شدیدو اقتصاد‌ي مشکلاتو سره د مبارزې په برخه کې نږدې همکاري ولري."

د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي چې دغو رهبرانو د نړیوالو مسایلو په خاص ډول له اوکراین څخه په ملاتړ، د چین ننګونو ته د رسیدګي، اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي او پایداره او ارزانه انرژۍ په تامین ټینګار وکړ.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د بریټانیا له پخواني صدراعظم بوریس جانسن سره هم ښې اړیکې درلودلې خو ښايي چې له میرمن تراس سره د شمالي ایرلند په اړه تاوتریخوالی ولري.

تراس د پارلمان د یوې غړې په توګه، د شمالي ایرلند د پروټوکول د لغوه کیدو لپاره چې له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا د وتلو د توافق یوه برخه ده، یوه طرحه وړاندې کړې وه.

پر دې سربیره بایډن د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو مخکې خبرداری ورکړی وو که برګزیټ د " ۱۹۹۸ د ښې جمعې" په نامه نومول شوي توافق ته زیان ورسوي، د بریټانیا او امریکا له سوداګریزې هوکړې سره به توافق ونکړي. دې هوکړې په شمالي ایرلنډ کې ۳۰ کلنو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کیښود.

د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي‌ چې ښاغلي بایډن او میرمن ټراس " د ښې جمعې د هوکړې د لاسته راوړنو د ساتلو او د شمالي ایرلنډ د پروټوکول په اړه له اروپايي ټولنې سره د شوي هوکړې د ساتلو په اړه په خپل مشترک تعهد بحث وکړ."

ټاکل شوېده دغه دوه مشران د ملګرو ملتونو د سرمشریزې پرمهال چې د همدې میاشتې په وروستیو کې ترسره کیږي، مخامخ وګوري.

ددې راپور په جوړیدو کې د پرانایس پرس او رویټرز خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG