د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته: د روسیې په وړاندې زموږ ستراتیژي اغیزناکه ده


د امریکا متحده ایالات هڅه کوي اوکراین ته اطمینان ورکړي چې د روسیې د نظامي بریدو د مخنیوي په وړاندې به د واشنګټن ستراتیژي اغیزناکه وي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د اوکراین د خاورې د دفاع لپاره د پوځیانو استول رد کړي دي.

سپینه ماڼۍ وایي جمهور ئیس جوبایډن د ډسمبر په نهمه (لیدنۍ ۱۸) شاوخوا یو نیم ساعت د ویډیو کنفرانس له لارې د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره خبري‌ وکړې او د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې د خپل بحث په اړه معلومات ورکړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي خبریالانو ته وویل، ښاغلي بایډن همدارنګه هڅه کړه "د روسیې د برید پرمهال د اوکراین د واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه زموږ ملاتړ او تعهد برجسته کړي."

د اوکراین جمهور رئیس هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له بایډن سره یې د ټلفوني مکالمې په جریان کې د اوکراین په ختیځ کې د تاوتریخوالو د هواري لپاره په احتمالي لارو چارو او په هغه هیواد کې په کورنیو اصلاحاتو بحث وکړ.

جمهور رئیس بایډن نن همدارنګه د ټلفون له لارې د "بخارست نهه ډلې" له مشرانو سره هم خبري وکړې.

د بخارست نهه په ډله کې بلغاریا، د چک جمهوریت، استونیا، هنګري، لاتویا، لیتوانیا، پولنډ، رومانیا او سلواکیا شامل د، هغه هیوادونه چې د ناټو د شرقي اروپا غړي شمیرل کیږي.

اوکراین او د واشنګټن د شرقي اروپا متحدینو، د روسیې د احتمالي برید پرمهال د امریکا د دفاعي او نورو مرستو غوښتنه کړېده.

له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي وو چې د امریکا جمهور رئیس به د روسیې جمهور رئیس ته روښانه کړي چې اوکراین ته به د یاد هیواد د پوځیانو په داخلیدو سره، د اروپا په ختیځ کې د ناټو متحدین د ډیرو پوځیانو د حضور، قابلیتونو او تمرینونو غوښتنه وکړي او امریکا به مثبت ځواب ورکړي.

اوکراین تخمین کړی چې پولې ته یې نږدې شاوخوا ۱۰۰ زره روسي پوځيان ځای پرځای شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي نن پنجشنبې د اوکراین سره په پوله کې د روسي ځواکونو د شمیر په اړه تصبره ونکړه، خو ویې ویل چې روسي ځواکونو خپل حضور ثابت ساتلي او امریکا یې له نږدې څارنه کوي.

جوبایډن د چهار شنبې په ورځ اوکراین ته د امریکایي ځواکونو د لیږلو احتمال رد کړ او خبریالانو ته یې وویل چې د اوکراین په وړاندې د روسیې په برید کې دا ګزینه نشته.

مسکو نن تور پورې کړ چې لودیځ د هغه هیواد د پوځیانو د تحرکاتو په اړه اغراق کوي او پر اوکراین یې د روسیې د برید د چمتوالي په اړه راپورونه درواغ وبلل.

د روسیې ټاس خبري آژانس د روسیې د لوی درستیز په حواله لیکلي چې اوکراین ته د چورلکو، بې پیلوټه الوتکو او نورو الوتکو ورکړه خطرناکو او فوري اقداماتو ته د یاد هیواد چارواکي سوق کوي.

اوسمهال ددې احتمال شته چې د امریکا، روسیې او د ناټو د غړو هیوادونو ترمنځ په لوړه سطحه خبري اتري وشي، د جمهور رئیس بایډن په وینا چې د روانې اوونۍ په پای کې وشي.

کیف په ۲۰۱۴ کال کې روسیې سره د اوکراین د کریمېې سیمې تر یوځای کیدو راوروسته د خپل هیواد ‌په شرقي دونتسک او لوګنسک کې د روسیې له طرفداره بیلتون غوښتونکو سره په جنجال کې دی.

XS
SM
MD
LG