د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د اوکراین په اړه پوتین ته خبرداری ورکړ 


د ښاغلیو بایډن او پوتین ملاقات
د ښاغلیو بایډن او پوتین ملاقات

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره په مجازي ملاقات کې په اوکراین باندې د روسیې د احتمالي برید په اړه د لویدیځ د قوي‌ غبرګون خبرداری ورکړ.

د دواړو ولسمشرانو مجازي ملاقات نن سه شنبه ډسمبر اومه (لیندۍ۱۶) تر غرمې مخکې وشو.

له ملاقات وروسته سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وویل: «ولسمشر بایډن د اوکراین په شاوخوا کې د روسیې د قوي پوځي حضور په اړه زموږ او زموږ د اروپايي متحدینو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او روښانه یې کړه چې امریکا او زموږ متحدین به [د روسیې] د پوځي تشدد په وړاندې په اقتصادي تدابېرو او نورو اقداماتو له لارې ځواب ووايي.»

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي‌ دي چې ولسمشر بایډن «د اوکراین په ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» باندې تاکید وکړ او د دپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل غوښتونکی شو.

اعلامیه وايي چې دواړو خواو موافقه وکړه چې ټیمونه به یې ګډ کار کوي او دا چې د امریکا راتلونکي اقدامات به «د خپلو متحدینو او شریکانو سره په هماهنګۍ» کیږي.

د روسیې خبري اژانس تاس د راپور په اساس دواو مشرانو د نورو مسائیلو تر څنګ، د افغانستان د وضعیت په ګډون د سیمې په امنیت هم وغږېدل. خو د افغانستان په اړه د دغو مشرانو د خبرو جزیات لا نه دي خپاره شوي.

په اوکراین کې چارواکو اټکل کړی چې روسیې په ګډې پولې کېشاوخوا ۱۰۰زره سرتیري او ګڼ نظامي وسایل ځای په ځای کړي.

خو روسیه دا نه مني چې ګواکې د تیري کوم پلان لري او برعکس په لویدیځو هیوادونو د پارونې تورونه لګوي. مسکو په ځانګړي توګه په تورې بحیرې کې په ګډو نظامي تمریناتو ندی خوښ.

د لویدیځو هیوادونو څخه د جمهور رئیس ولادمیر پوتین بله غوښتنه دا ده چې اوکراین باید د ناټو غړی هیواد نشي. د امریکا د دفاع وزارت هم د اوکراین په سرحد کې د روسیې نظامي خوځښتونه جدي ګواښ بولي.

د وزارت ویاند جان کربي وایي چې د دفاع وزیرلويډ آسټن د اوکراین او روسیې په لویدیځ کې د وضعیت په هکله د امریکا د لوی درستیزانو د عمومي لوی درستیز او په اروپا کې د امریکایي قواوو له قوماندان او نورو مهمو مشرانو سره خبرې کړي.

د امریکا جمهور رئیس د دې ملاقات نه وړاندې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، او بریتانیا د مشرانو سره هم خبرې کړي. د لویدیځو هیوادونو مشرانو د اوکراین د خودمختارۍ د درناوي غږ کړی.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې ښاغلی بایډن به د ښاغلي پوتین سره له خبرو وروسته په سمدستي توګه د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره هم خبرې وکړي او د روسیې د جمهور رئیس سره د خبرو جزیات به ورسره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG