د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: بایډن او سوناک د اوکراین په ملاتړ او د چین په وړاندې په دریدو هوکړه وکړه


سپینې ماڼۍ وایي‌ چې د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریټانیا نوي صدراعظم ریشي سوناک د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم دریمه) خبري وکړې او په دې خبرو کې یې د اوکراین په ملاتړ او د چین په وړاندې په دریدو موافقه کړېده.

بایډن او سوناک څو ساعته وروسته له هغه خبري‌ وکړې چې د بریټانیا پخوانۍ صدراعظمې لیز تراس له خپل ۴۹ ورځني کار وروسته استعفا ورکړه او هندي الاصله ریشي سوناک د هغه هیواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

نوموړی په داسې حال کې دغه مقام ترلاسه کوي چې بریټانیا له اقتصادي‌ کړکیچ سره مخ ده.

سپینې مانۍ همدارنګه ویلي چې دواړه مشرانو د متحدو ایالتونو او بریټانیا ترمنځ په اوسني "خاصو روابطو" ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نړیوال امنیت او هوساینې لپاره به ګډ کار وکړي.

د سپینې مانۍ په اعلامیه کې زیاته شوې:"دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ او د خپل یرغل په اړه له روسیې سره د حساب کتاب د کیدو په برخه کې د مشترک کار په ارزښت موافقه وکړه."

سپینې ماڼۍ همدارنګه څرګنده کړه چې بایډن او سوناک د "چین له خوا رامنځ ته شویو ننګونو" ته د رسیدګۍ په اړه موافقه وکړه، واشنګټن بیجینګ په اوسني عصر کې خپل اصلي جیوپولیټیکي او اقتصادي رقیب بولي.

بایډن د سه شنبې په لومړیو کې پر یو ټویټ ښاغلي سوناک ته د بریټانیا د صدراعظمۍ مقام د ترلاسه له امله مبارکي وویله.

بریټانیا پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، کیف ته د وسلو د برابریدو په برخه کې د متحدو ایالتونو یو مهم اروپايي متحد هیواد دی.

هندي الاصله ریشي سوناک د بریتانیې لومړنی رنګین پوسته او په تیرو ۲۰۰ کلونو کې ددغه هېواد تر ټولو ځوان صدراعظم دی.

هغه د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳)، د بریتانیې له لرغوني دود سره سم، د پاچا دریم چارلس سره ولیدل چې د حکومت جوړولو دپاره د هغه اجازه تر لاسه کړي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې د بریتانیې درېیم صدراعظم دی.

ښاغلی سوناک چې د کرونا د وبا په وخت کې د بریتانیې د مالیې وزیر و، د دوشنبې په ورځ د محافظه کار ګوند ملاتړ ترلاسه کړ او د پخوانۍ صدراعظمې لیز ترس له استعفا وروسته ددغه ګوند د مشر او د هېواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG