د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي قدرتونه: اټومي تړون په اړه د ایران په ژمنې شک لرو


اروپايي قدرتونو د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږي‌ ۱۹) د یو اټومي تړون د ترلاسه کیدو په اړه د ایران په ریښتینولۍ "جدي شکونه" وښودل او خبرداری یې ورکړ چې د تهران دریځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د راژوندي کیدو هیلې له منځه وړي.

اروپايي منځګړو تیره میاشت وروسته له هغه د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد په ترلاسه کیدو کې د پرمختګ خبر ورکړ چې ایران د وروستي وړاندیز شوي متن په اړه تر ډیره موافقه وکړه.

خو دا هیلې وروسته له هغه کمزورې شوې چې متحدو ایالتونو ځواب ورکړ او ایران هم غبرګون وښود.

جرمني، فرانسې او بریټانیا د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږي ۱۹) په یوې مشترکه بیانیه کې وویل تهران ته وروستۍ وړاندې شوې بستې، اروپايي قدرتونه" د خپلې انعطاف پذیرۍ سرحد ته رسولي دي."

په بیانیه کې زیاته شوې، له بدمرغه ایران له دغه مهم دیپلوماتیک فرصت څخه د استفادې لار نده غوره کړې بلکې" برعکس، د ملکي توجیه ډیر اخوا، اټومي فعالیت ته یې دوام ورکړی دی."

تهران هم د اټومي وسلو د پراختیا د منع د معاهدي په تړاو چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ترلاسه شوې وه، د خپلو الزامی قانوني تعهداتو په اړه موضوعات رابرسیره کړل.

فرانسې جرمني، او بریټانیا زیاته کړه:‌" دا وروستۍ غوښتنه، د ۲۰۱۵ کال د قرار داد د بریالۍ نتیجې په اړه د ایران د علاقه مندي او ژمنتیا په اړه جدي شکونه راپورته کوي."

ایران او د نړۍ قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو قرار داد لاسلیک کړ چې په هغه کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې د نړیوالو بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه. خو د متحدو ایالتونو پخواني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا له دې قرار داد څخه وایستله او پر نوموړي هیواد یې سخت بندیزونه ولګول.

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په واکمنۍ کې ددغه قرار داد د ترلاسه کیدو لپاره زیاتې شوې ځکه هغه یې د رغیدو پلوی دی.

د دریو اروپايي هیوادونو اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه راغله چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اټومي قرار داد په اړه د ایران وروستی ځواب شاته یو ګام وارزاوه.

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړ واشنګټن به داسې یو قرار داد ونه مني چې د امریکا عمده غوښتنې پکې پام کې نه وي نیول شوي.

XS
SM
MD
LG