د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینې: بایډن ښایي له کانګرس څخه ۷۷۰ میلیارد ډالر دفاعي بودیجه وغواړي


ټاکل شوېده د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د راتلونکې مالي کال لپاره له کانګرس څخه ۷۷۰ میلیارده ډالره دفاعي بودیجه وغواړي.

رویټرز خبري اژانس د دریو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون غواړي د امریکا پوځ مډرن کړي او دا بودیجه د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ غوښتل شوې دفاعي بودیجه تر شعاع لاندې راولي.

منابو ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن او د سپینې ماڼۍ د بودیجې د څانګې ترمنځ د ۲۰۲۳ مالي کال لپاره چې په اکتوبر میاشت کې پیلیږي په شاوخوا ۷۷۰ میلیارده ډالرو مشترک نظر رامنځ ته شوی دی.

دغو سرچینو زیاته کړې ده چې په حکومت کې په دې اړه بحثونه روان دي او مخکې له دې چې په راتلونکو میاشتو کې د بودیجې وروستی وړاندیز وشي، کیدای شي دا رقم بدل او څه باندې ۸۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.

د امریکا دفاع وزارت په دې اړه جزیات ندي ورکړي او د سپینې ماڼۍ د بودیجې څانګې هم د نظر له ورکولو ډډه کړېده.

د امریکا په ملي دفاعي بودیجه کې د دفاع وزارت د کارکوونکو د تنخاوو ورکړه ، د ټانکونو ، اف ۳۵ جنګي جیت الوتکو اخیستل ، د انرژۍ وزارت د اټومي وسلو د پروګرام تمویل او په نورو ادارو کې د دفاعي فعالیتونو پورې د اړوندو چارو مالي ملاتړ هم شامل دی.

یوې باخبره سرچینې ویلي دي چې د بیړیو جوړول، د فضايي‌ وړتیاوو لوړول، د بالیستیک توغندیو مډرن کول، اوبتلونه، او بم غورځونکي الوتکې د پنټاګون د دفاعي بودیجې په لومړیتوب کې دي.

سرچینې همدارنګه ویلي دي چې د هسته یي وسلو د مډرن کولو بودیجه یو حتي امر دی څو د چین او روسیې په وړاندې په هر ډول احتمالي جګړه کې د امریکا وړتیا لوړه شي.

هغه دفاعي بودیجه چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل کار په وروستي کال کې غوښتې وه، ۷۵۲.۹ میلیاردو ډالرو ته رسیده خو کانګرس ۲۵ میلیارده پکې زیات کړل او په مجموع کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د امریکا دفاعي بودیجه ۷۷۸ میلیاردو ډالرو ته روسیده.

یوې سرچینې ویلي دي ممکن د امریکا کانګرس ددغه هیواد دفاعي بودیجه چې د کانګرس او دفاع وزارت له خوا یې وړاندیز کیږي، زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG