د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف بلیکن ته: روسیه د خپلو سرحدونو د 'امنیت ضمانت' غواړي 


د بلینکن او لاوروف کتنه
د بلینکن او لاوروف کتنه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر غوښتي چې ددې هیواد د پولو اوږدمهاله امنیتي ضمانت دې وشي او د ناټو سازمان دې د ختیځ په لور پراخیدل بند کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ دسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته وویل چې مسکو «اوږدمهاله امنیتي ضمانت ته» اړتیا لري چې د ختیځ په لور د ناټو تړون د پراخیدلو مخنیوي وکړي.

لاوروف او بلینکن په کوپنهاګن کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې سره وکتل؛ هغه سازمان چې د څو ګوتو په شمیر نړیوالو غونډو له جملې څخه دی چې متحده ایالات او روسیه په کې شامل دي.

د ښاغلي بلینکن سره په دوه اړخیزو خبرو کې ښاغلي لاوروف د امریکا د دپلوماسۍ لوړپوړي مقام ته وویل چې مسکو یوه قانوني لیکل شوی ژمنه غواړي چې اوکراین د ناټو په تړون کې شامل نشي او دغه تړون د ختیځ په لور خپل پراخیدل ودروي.

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې د اوکراین په وړاندې د روسیې خصومت به جدي پایلې ولري.

انتونی بلینکن، روسیې ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په وړاندې هر ډول زور زیاتی به جدي عواقب ولري. هغه د پنجسنبې په ورځ د ښاغلي لاوروف سره له کتنې وروسته له مسکو څخه وغوښتل چې د اوکراین د کړکیچ د حل کولو لپاره له دیپلوماسۍ کار واخلي.

سرګي لاوروف په یوه اعلامیه کې واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې «اوکراین د متحده ایالاتو جیو پولیتکي لوبې باندې بدل نکړي» چې د ښاغلي لاوروف په وینا «مونږ به دې ته اړ کړي چې غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړو تر څو خپل پوځي ستراتیژیک انډول غښتلی کړو.»

پدې وروستیو ورځو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وار وار ویلي چې د یوې جدي موافقې په لټه کې دی چې د ناټو تړون به د ختیځ په لور ځان پراخ نکړي.

د تیرې میاشتې راهیسې کیف او لویدیځ متحدین یې د اوکراین په پوله د روسیې پوځي ځواکونو په زیاتیدو او د یو احتمالي یرغل په اړه خبرداری ورکوي.

روسیې چې د کریمیه جزیره یې په ۲۰۱۴ کې د خپلې خاورې سره یوځای کړه او د هغو جدایي غوښتونکو پلوي کوي چې د اوکراین پر ضد په جګړو بوخت دي په کلکه د یرغل کولو تورونه ردوي او د ناټو سازمان کړکیچ ته په لمن وهلو تورنوي.

XS
SM
MD
LG