د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي ځواکونه وايي د حماس وسله والو د ایستلو عملیات دوام لري


په غزه کې د کډوالو د ساحل کمپ اوسېدونکي د اسرائیل له هوايي بریدونو وروسته
په غزه کې د کډوالو د ساحل کمپ اوسېدونکي د اسرائیل له هوايي بریدونو وروسته

اسرائیل د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهه (تلې ۱۷) وویل په غزې تړانګه کې یې په داسې حال کې د حماس پر مرکزونو هوايي بریدونو ته زور ورکړی چې اسرئیلي ځواکونه ددغه هېواد په جنوبي سیمو کې د حماس د جنګیالیو د شړلو عملیات روان ساتلي.

چارواکي وايي په دغې جګړې کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۱۰۰ څخه اوښتی دی.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ریچارډ هیچټ خبریالانو ته وویل چې د اسرائیلو په اوو څخه تر اتو ځایونو کې لا هم جګړه روانه ده او د شنبې د ورځې راهیسې د پیل شوي یرغل په شا تنبولو عملیاتو له توقع زیات وخت نیولی دی.

د پوځ بل ویاند جوناتن کونریکس وویل چې اسرائیل د جګړې دپاره ۱۰۰ زره احتیاطي پوځیان وربللي دي.

کونریکس په ایکس (ټویټر) ټولنیزه شبکه باندې خپره شوې ویډیو کې وویل: "زموږ دنده دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې د دې جګړې په پای کې به حماس نور نظامي وړتیا ونلري چې اسرائیلي ملکي وګړي وګواښي او د غزې په تړانګه کې حکومت وکړي."

کونریکس وویل چې د غزې له تړانګې سره پر پوله د اسرائیلو پر سیمو د حماس په برید کې شاوخوا ۱۰۰۰ وسله وال شامل وو چې اسرائیلو ته ننوتلي دي. په دغه برید کې ۷۰۰ ملکیان او اسرائیلي پوځیان وژل شوي او تر ۲۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

کونریکس وویل: "دا د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو بده ورځ ده."

د امریکا د سنا د اکثریت مشر چک شومر ویلي چې په وژل شویو کې څلور امریکایان هم شامل دي او وېره شته چې دغه شمېر نور هم زیات شي.

شومر د متحده ایالاتو د ملي امنیت د مشرانو له غونډې وروسته وویل: "د حماس د دې بې ساري ظالمانه برید وحشت چې بې ګناه ماشومان، کورنۍ، زاړه او نور ملکي وګړي په نښه کوي، زړه بدوونکی دی."

د بریتانیا، فرانسې، نیپال، تایلنډ او اوکراین چارواکو ویلي چې په اسرائیل کې په وژل شویو کسانو کې د دوی وګړي هم شامل دي.

په غزه کې د اسرائيل په هوايي بريدونو کې د استوګنې بلاکونه، تونلونه، د حماس استخباراتي مرکز، د وسلو د توليد يوه فابريکه او د حماس د چارواکو کورونه په نښه شوي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې ۴۱۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د شنبې په ورځ د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۲۳ زرو ډېر خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي.

اسرائیل د یکشنبې په ورځ رسما د حماس پر ضد د جګړې اعلان وکړ او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: "دا جګړه به وخت ونیسي او خورا سخته به وي."

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو یو لوړ پوړي چارواکي جنرال غسان الیان وویل چې حماس په خپل ناڅاپي برید سره "د دوزخ دروازې خلاصې کړي او ددې کار دپاره به د خپلو اعمالو بیه پرې کړي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ژمنه کړې چې متحده ایالات به "خپل کار ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې اسرائیل هغه څه په واک کې ولري چې د خپلو اتباعو د ساتنې او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره ورته اړتیا لري."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین د یکشنبې په ورځ د اسرائیل د دفاع وزیر یوف ګالنټ سره په تلیفوني تماس کې له دغه هېواد څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. پنټاګون د اسرائیل سره د مرستې لپاره تجهیزات او مهمات لیږي او همدارنګه یې بحري الوتکې وړونکي کښتۍ په ختیځه مدیترانه کې اسرئیلو ته څېرمه سیمې ته لیږلي دي.

د هغه راهیسې چې په ۲۰۰۷ کې حماس د غزې کنترول ترلاسه کړی، حماس او اسرائیل څلور جګړې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG