د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسرائیل د حماس برید غندلو په هکله د امنیت شورا غړي یوه خوله نه و


د امنیت شورا غړیو د اسرائیل - حماس ډلې تر منځ جګړې په هکله د بحث لپاره اضطراري غونډه جوړه کړې وه.
د امنیت شورا غړیو د اسرائیل - حماس ډلې تر منځ جګړې په هکله د بحث لپاره اضطراري غونډه جوړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې یکشنبه اکټوبر ۸ (تلې ۱۶) یې د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې په هکله اضطراري غونډه جوړه کړې وه، دا برید یې غندلی خو نه یې ګډه اعلامیه خپره کړې او نه هم د شورا ټولو غړیو دا برید غندلی دی.

سره لدې چې متحده ایالاتو د شورا د غړیو څخه غوښتي و چې په اسرائیل د حماس ناڅاپي برید دې په سختو ټکو وغندي خو یو جګپوړي امریکایي دیپلومات پدې مایوسي ښودلې چې د شورا غړیو په غوڅ اکثریت دا برید ونه غانده.

دا اضطراري غونډه د تړلو دروازو تر شا وشوه. اسرائیل او فلسطین پکې ګډون نه و کړی.

د امریکا جګپوړي دیپلومات رابرټ ووډ د غونډې څخه وروسته خبریالانو ته پرته لدې چې د کوم هیوادونو نوم واخلي وویل چې د امنیت په شورا کې ډیرو هیوادونو د حماس بریدونه وغندل خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د شورا ټولو غړیو یو شان نظر نه درلود.

ښاغلي ووډ چې په ښکاره توګه یې اشاره روسیې ته وه وویل، "پرته لدې چې زه یې نوم واخلم، ښایي تاسو یې یو وپیژنئ".

دیپلوماتانو ویلي چې د امنیت شورا غړیو د ګډې اعلامیې په خپرولو غور ونکړ او نه یې هم داسې کوم پریکړه لیک صادر کړ چې عمل کول پرې لازمي وي.

پدې شورا کې یو شمیر هیوادونه چې سرکرده یې روسیه ده، وایي د حماس غندلو پر ځای باید په پراخو موضوعاتو تمرکز وشي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبینزیا د غونډې څخه وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د اسرائیل – حماس ستونزه څه نا څه د هغو مسایلو له کبله ده چې نا حله پاتې دي.

ښاغلي نیبینزیا زیاته کړه، " زما پیغام دا و چې په سمدستي توګه جګړه بنده شي، اوربند وشي او معنی لرونکي مذاکرات وشي – هغه څه چې د لسیزو راپدیخوا یې خبره کیږي".

د امنیت شورا بل دایمي غړي چین چې په عمومي توګه پدې شورا کې د روسیې متحد دی، ویلي چې د اسرائیل – حماس جګړې په هکله به د ګډې اعلامیې ملاتړ وکړي.

د چین استازي ژانګ جون چې د غونډې پیل کیدو څخه وړاندې یې ژمنه کړې وه چې په ملکیانو د ټولو بریدونو غندلو ملاتړ به وکړي وویل دا "غیر معمول دی چې د امنیت شورا پدې هکله څه نه وایي".

په همدې حال کې د امنیت شورا غونډې پیل کیدو څخه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ګیلاد اردان د هغو ملکیانو انځورونه مطبوعاتو ته وښودل چې د حماس ډلې یرغمل کړي.

ښاغلي اردان وویل، " دا ښکاره او مستند جنګي جنایتونه دي. نه تصور کیدونکی ظلم دی او باید وغندل شي".

سره لدي چي د اسرائیل استازي د خپل هیواد د دفاع لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړله خو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور چې د لویدیځې غاړې استازیتوب کوي د امنیت شورا څخه وغوښتل چې د اسرائیل قبضه دې پای ته ورسوي.

ښاغلي منصور زیاته کړه چې د مطبوعاتو او سیاستوالو لپاره تاریخ هغه وخت پیل کیږي چې اسرائیلیان ووژل شي.

هغه زیاته کړه، "دا یې وخت ندی چې اسرائیل ته اجازه ورکړل شي خپل اختیارات دوه چنده کړي. د دې وخت دی چې اسرائیل ته وویل شي، باید خپل مسیر بدل کړي. ورته وویل شي سولې ته داسې یوه لار شته چې نه پکې فلسطینیان او نه اسرائیل وژل کیږي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پدې ځانګړې غونډې کې اسرائیل او فلسیطین ګډون نه و کړی ځکه چې دواړه هیوادونه یې غړیتوب نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG