د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې ماین چاودنې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوندې په «میوند څلور لارې» کې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي او څه باندې پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن سې شنبه جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) رسنیو ته وویل چې ماین چاودنه نن څه کم درې بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه پولیسو څېړنې پيل کړي دي.

په کابل ښار کې هدفي بریدونه

د افغانستان د زندانونو چارو تنظیم اداره وايي چې نن سهار د دغه ادارې درې کار کوونکي د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د دغه ادارې ویاند صفی الله جلالزي امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د حسین خېلو پل په ساحه کې شوې ده.

د جلالزي په خبره ناڅرکندو کسانو د زندانونو چارو ادارې د کار کوونکو پر موټر ډزې کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل چې ګډ امنیتي ټېم د پېښې په اړه څېړنې پيل کړي دي.

په ورته مهال د افغانستان د سترې محکمې د مالي او اداري ریاست کار کوونکو د معاشاتو مدیر محمد احسان همدرد هم د ناڅرګندو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان سترې محکمې نن سې شنبه د یاد خبر په تائید سره ویلي چې محمد احسان همدرد نن سهار له کور څخه دندې ته پر لار و چې د ناڅرګندو کسانو لخوا ترور شوی دی.

تر دا مهاله په کابل کې د نننیو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG