د لاس رسي وړ اتصالات

د ماین چاودنې د ننګرهار پوهنتون یو استاد وواژه


تراوسه چا د دغې پېښې مسولیت نه دی منلی
تراوسه چا د دغې پېښې مسولیت نه دی منلی

په ننګرهار کې چارواکي وایي د ماین یوې چاودنې د ننګرهار پوهنتون یو استاد وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې پېښه د سه شنبې په ورځ (اګست۲۷) د جلال اباد ښار په اومه ناحیه کې شوې ده.

ښاغلی خوګیاڼی وايي چاودنه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د مشر پوهاند مسعود نیکبخت پر موټر شوې ده.

ماین د ښاغلي نیکبخت په موټر پسې نښلول شوی و.

د ننگرهار د والي ویاند وایي په برید کې ښاغلی نیکبخت وژل شوی او د پوهنتون دوه نور استادان ژوبل شوي دي.

زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي او ډاکټرانو ویلي دي چې د زخمیانو وضعیت ښه دی.

تر دې دمه لا د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG