د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال اباد کې وسله وال برید پاې ته ورسید


نن چهارشنبه د سپټمبر پر۱۸مه«وږې۲۷مه» د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د الکترونیکي تذکرو پر دفتر شوی برید د امنیتي سرتیرو له خوا وځپل شو.

په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې څلورو وسلوالو برخه اخیستې وه چې څلور واړه یې د افغان امنیتي سرتیرو لخوا وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند، ښاغلي خوګیاڼي د پیښې د قربانیانو په اړه جزیات نه دي شریک کړي خو دومره یې وویل چې د الکترونیکي تذکرو دفتر ته له د وسله والو له ننوتلو وړاندې د دغه دفتر په دروازې کې د شوې چاودنې له کبله ۱۲ کسان ټپي شوي دي چې ډیری یې ملکي خلک دي.

پر همدې مهال د نوین حسنزي په نوم د دغه ادارې یوه کار کوونکي امریکا غږ ته وویل، چې په لومړۍ چاودنه کې د دوی څو همکاران هم ټپي شوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې له ځایه لس ټپیان روغتونونو ته اتقال شوي دي.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ننګرهار کې دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ په کابل او پروان کې د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۴۸ تنه ووژل او ۸۰ نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG