د پېښور یوې مدرسې کې د ماین چاودنې له امله اوه زده کوونکي وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه چاودنه نن سې شنبه سهار اکتوبر۲۷(لړم۶) د پېښو د کوهاټ روډ دیر کالوني په (زبیره) دیني مدرسه کې شوې ده.
د وقار اعظم په نوم د پولیسو یوه مشر ویلي چې د یادې مدرسې یو دیني عالم تدریس کاوه چې چاودنه شوې ده.
د پولیسو په وینا چاودېدونکي موادو په بیک یا بکس کې ځای پر ځای شوي وو.
بلخوا روغتیايي چارواکو روغتون ته د وروړل شوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودلی دی. د دوی په وینا کېدایشي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
تر دا مهاله د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا چاودنه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې تېره ورځ په کوټه کې هم ماین چاودنې درې تنه ووژل.