د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان ایالت کویټه کې چاودنې څلور کسان وژلي ۱۵ ټپيان دي


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د بلوچستان مرکز کویټه کې ماین چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه پرون پنجشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومې نهمه) د دغه ایالت مرکز کې پر داسې مهال شوې چې لږ مخکې په یاده سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ډلې د پلویانو غونډه پای ته رسېدلې وه.

دغه چاودنه پر جناح سړک د کوټې د ساینس پوهنتون د مرکزي دروازې مخته شوې ده.

د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي چې چاودنه له لیري د ریموټ کنټرول ماین په واسطه شوې ده چې هدف د یادې ډلې مشران او کار کوونکي و.

د ځايي چارواکو له قوله په دغه چاودنه کې وژل شوي او ټپي شوي کسان هم د جمعیت علماء اسلام ډلې پلویان او شاګردان دي.

د سیمه ییز روغتون یو مسؤل ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه څلور جسدونه او ۱۵ ټپيان وروړل شوي چې د څلورو ټپيانو حالت نازک دی.

د پاکستان امنیتي چارواکو دغه برید «تروریستي» بللی او زیاته کړې ده چې عاملین به یې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د پاکستان بلوچستان ایالت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ۲۶۲ امنیتي پېښو شاهد و چې په دغه چاودنو او وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ګازو او منرال لرونکی بلوچستان ایالت په تیرو دوو لسیزو کې د وسله والو فعالیتونو شاهد دی.

بلوڅ بېلتون پال هم له کلونو په دغه ایالت کې د خپلو حقوقو لپاره وسله واله مبارزه کوي او د پاکستان حکومت د خپلو حقوقو په خوړلو او تعصیب تورنوي. دوی زیاتوي چې د پاکستان حکومت د دغه ایالت له ګازو او منرالو څخه استفاده کوي، خو د دغه ایالت بیا رغولو ته توجه نکوي.

XS
SM
MD
LG