د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو مشر په افغانستان کې په چاودنه کې وژل شوی


په قبائیلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو جنگیالي
په قبائیلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو جنگیالي

د پاکستاني طالبانو یو لوړپوړی قوماندان د افغانستان په ختیځ کې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ١٣ (سلواغې ٢۴) د استخباراتي منابعو او د پاکستاني طالبانو د یو قوماندان له خولې ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک اړوند ملیشه ډلې مشر "شهریار محسود" د افغانستان په کونړ ولایت کې د لرې نه کنترولیدونکي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پاکستان یو استخباراتي مامور چې دغه پیښه یې تائید کړې ویلي چې محسود په ٢٠١٦ کې د پاکستان نه افغانستان ته تښتیدلی و.

له بلې خوا د افغانستان د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ ته وویل چې نن د پنجشنبې په سهار څلور بجې د مرورې ولسوالۍ درګو سیمه کې یو کس چې بهرنی دی او ماین یې جوړاوه، ماین پرې چاودیدلی او وژل شوی دی. نوموړی وايي دا کس شهریار نومېږي، خو په اړه یې مالومات نشته دی.

د پاکستاني طالبانو دغه قوماندان پداسې حال کې وژل کیږي چې څه کم دوه اونۍ دمخه د پاکستاني طالبانو دوه عمده مشران خالد حقاني او قاري صفي الله پشاوري د امنیتي قواو سره په نښته کې وژل شوي و.

تر اوسه دا نده څرگنده شوې چې د پاکستاني طالبانو دغه مشر د چا له خوا وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو دغه مشران پداسې حال کې وژل شوي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې مذاکرات نتیجې ته نژدې شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې پاکستان له امریکا سره مذاکراتو ته د افغان طالبانو په هڅولو کې ونډه درلودله. پاکستان یو له دریو هیوادونو څخه و چې په افغانستان کې یې د طالبانو رژیم پر رسمیت پیژندلی و. له کلونو راهیسې د پاکستان استخباراتي ادارې "آی اېس آی" باندې په افغانستان کې د وسله والو یاغیانو د ملاتړ تورونه لګیږي، خو اسلام آباد دغه تورونه بې بنسټه گڼي.

پاکستان د شاوخوا یوې لسیزې راهیسې په خپل کور کې داخلي تاوتریخوالي سره لاس او گریوان دی چې په لړ کې یې په زرگونو ملکیان او امنیتي کارکوونکي د سخت دریځو په ځانگړې توگه د پاکستان د تحریک طالبان په بریدونو کې مړه او ټپیان شوي دي. خو په عمومي توگه د تاوتریخوالي کچه پدې وروستیو کلونو کې ډیره راټیټه شوې ده.

د پاکستاني طالبانو تحریک په ٢٠٠٧ کال کې رامنځ ته شو.

XS
SM
MD
LG