د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د روسانو ویستل سخت دي، هغوی به په قزاقستان کې پاتې شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د جنورۍ په اوومې ( مرغومي ۱۷) وویل د نارامیو د قابوکولو لپاره، قزاقستان ته د روسي ځواکونو له وربللو وروسته، د دغه هیواد لپاره به سخته وي چې روسي ځواکونه بیرته وباسي.

هغه خبریالانو ته وویل: "فکر کوم د معاصر تاریخ یو درس دادی چې کله روسان ستاسو کورته درننوتل، ځینې وختونه یې بیرته ویستل دیر سختیږي."

قزاقستان له هغو مظاهرو سره د مبارزې لپاره چې د تیلو د بیو د لوړېدو له امله پیل شوي، د ټولیز امنیت د تړون له غړو هیوادونو د مرستې غوښتنه کړېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "زما په نظر د قزاقستان چارواکي او حکومت د مظاهره کوونکو غوښتنو ته په مناسبه توګه د ځواب ویلو ظرفیت لري؛ داسې چې د قانون په مراعاتولو سره د هغوی حقونو ته درناوی وشي او نظم هم وساتل شي. واضحه نه ده چې ولې دوی د بهرنۍ مرستې اړتیا احساس کړله."

هغه څو ساعته وروسته له هغه چې د قزاقستان ولسمشر خپلو امنیتي ځواکونو ته په مظاهره کوونکو د ډزو د کولو او د هغوی د وژلو امر وکړ، په دغه هیواد کې له میشتو بهرنیو سرتیرو او قزاقستاني چارواکو وغوښتل چې د بشر د حقونو نړیوالو معیارونوته دې ژمن پاتې شي.

له دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې د ورځې په سهار له خپل قزاق سیال مختار تلوبردي سره په خبرو کې له قزاقستان څخه د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړ او ویلي دي چې واشنګټن د دغه هیواد له اساسي قانون، د رسنیو له ازادي، بشري حقونو ته له درناوي او په قزاقستان کې د موجود بحران له سوله ایز حل څخه ملاتړکوي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د تیلو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې د قزاقستان په لویدیځ کې مظاهرې پیل شوې او په چټکۍ سره د دغه هیواد ټولو برخو ته خپرې شوې.

سیاسي شنونکي وايي په چټکۍ سره د دغو مظاهرو خپرېدل د خلکو نارضایتي ښيي ځکه له پخواني شوروي اتحاد څخه په ۱۹۹۱ کال د دغه هیواد د خپلواکي له اخیستو راوروسته د یوه مستبد نظام ترچتر لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG