د لاس رسي وړ اتصالات

د قزاقستان ولسمشر خپلو ځواکونو ته: ناارامي رامنځته کوونکي په ډزو وولئ


د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت تقایف، نن د جنورۍ په اومه (مرغومي ۱۷) په یوه تلویزیوني وینا کې د خونړیو مظاهرو د پای ته رسیدو په هڅه کې ددې هیواد امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې هغه کسان چې په ناارامیو کې لاس لري "له خبرداري پرته په ډزو" ووژني.

د قزاقستان ولسمشر وویل چې د "جنایت ‌کارو او قاتلو" اعتراض کوونکو سره مذاکره "احمقانه" کار دی.

له اعتراضونو وروسته ددې هیواد په وړاندیز د روسیې په مشرۍ د امنیتي تړون د غړو هیوادونو د ځواکونو د حضور په هکله ښاغلي تقایف وویل چې د روسیې سوله ساتي ځواکونه د لنډې مودې لپاره دې هیواد ته د امنیت د تامین په مقصد لیږدول شوي دي.

وروسته له هغې چې روسي ځواکونه قزاقستان ته ولاړل، د امریکا متحده ایالاتو هغوی ته خبرداری ورکړ چې د قزاقستان د تاسیساتو کنترول ترلاسه نکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل چې متحده ایالات به په قزاقستان کې هر ډول بشري سرغړونې وڅاري.

دمخه تر دې ښاغلي تقایف په یو بیان کې ویلي وو چې پدې هیواد کې د ناارامیو وروسته په پراخه توګه نظم بیرته رامنځته شوی دی.

هغه وویل: "محلي مقاماتو حالت کابو کړی خو تروریستان لاهم د وسلو په زور د هیوادوالو ملکیتونو ته تاوان رسوي. پدې خاطر د ترهګرۍ ضد اقدامات باید تر یوه وخته دوام وکړي چې سخت دریځه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي."

دا پداسې حال کې دي چې د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې نن سهار په الماتا ښار کې د ډزو اوازونه اوریدل کیدل.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د ناارامیو په ترڅ کې ۲۶ وسله وال جنایت ‌کاران له منځه وړل شوي او څه دپاسه ۳۰۰۰تنه نور نیول شوي دي.

دغې وزارت همداشان ویلي دي چې د مظاهرو د پیل راهیسې ۱۸ پولیس او د ملي ګارډ غړي وژل شوي دي.

نړیوال خبري اژانسونه لاهم پدې هیواد کې د خورو ورو ډزو خبر ورکړی دی.

په قزاقستان کې مظاهرې تیره اونۍ پدې هیواد کې د تیلو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې ددې هیواد په لویدیځو څنډو کې پیل شوې. دغه مظاهرې ډیر ژر ټول هیواد ته پراخې شوې او لمن یې وغزیده.

سیاسي څیړونکي وایي چې ددې مظاهرو سرعت د خلکو نه رضایتي څرګندوي چې د ۱۹۹۱ کال راهیسې چې د پخواني شوروي اتحاد نه یې خپلواکي ترلاسه کړې تر اوسه د یو مظلقه نظام لاندې ژوند کوي.

له دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن،‌ د پنجشنبې د ورځې په سهار د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مختار تلوبردي سره تماس ونیو او د شخړو په سوله ییز حل او د رسنیو ازادۍ ته په درناوي یې ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې ښاغلي بلینکن پدغه تماس کې د قزاقستان څخه د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې ديچې واشنګټن په قزاقستان کې د اساسي قانون د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو ته د درناوي په ګډون پدې هیواد کې د رامنځته شوي بحران د سوله ییز حل ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG