د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: قزاقستان کې د وروستیو ناارامیو په اړه اندېښمن یو


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په قزاقستان کې د رامنځته شوی وضعیت له نژدې څاري او په خبره یې په دغه هیواد کې د وروستیو ناارامیو په اړه اندېښمن دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون پنجشنبه ناوخته جنورۍ شپږمه (مرغومې ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې هغوی له اعتراض کوونکو او د قزاقستان له حکومت څخه غواړي چې رامنځته شوي ستونزې د «خبرو» له لارې په سوله ییزو ډول حل او پخپل هیواد کې ارامي او ثبات ټینګ کړي.

نوموړي زیاته کړې: "د افغانستان ا.ا په قزاقستان کې روان وضعیت له نژدې څاري او د یو نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی. له حکومت او لاريون‌کوونکو څخه یې هیله کوي چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ييزو لارو حل کړي او دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي."

ښاغلي بلخي «قزقستان د افغانستان ګاونډی او سوداګریز ملګری هیواد» بللی او زیاته کړې ده چې د طالبانو حکومت په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

طالبان پر داسې مهال په قزاقستان کې د رامنځته شوي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې چې افغانستان د دغه ډلې تر حاکمیت وروسته له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی.

افغانستان د سوداګریزو توکو له اوړو او غوړو او نورو موادو له اړخه تر ډېره پر قزاقستان تیکه دی.

روانه میاشت د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو وویل چې کابل ته د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر بخیات سلطانوف د سفر په ترڅ کې دواړو خوا په خبرو کې د سوداګرو د ګډې په جوړولو هم خبرې وکړي.

طالبانو د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر څخه افغانستان ته په ارزانه بیه د سل زرو ټنو غنمو او هم د تیلو د برابرولو غوښتنه کړې چې د قزاقستان وزیر هم منل شوې وه.

په قزاقستان کې رامنځته شوی کړکېچ

په قزاقستان کې د تېلو د بیو لوړېدو له امله د دغه هیواد زرګونو کسانو تیره شپه چهارشنبه په مظاهرو لاس پوري کړ چې وروسته په تاوتریخوالي واوښتې.

قزاقستان د چهارشنبې په ورځ جنورۍ پنځمه (مرغومي ۱۵) وروسته له هغې په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ چې مظاهره کوونکو دولتي ودانیو ته اور واچوه.

دا د پخواني شوروي اتحاد پدې تر سخت کنترول لاندې هیواد کې څه دپاسه د یوې لسیزې راهیسې تر ټولو سخته ناارامي ده.

ددې هیواد د کابینې استعفا ونشو کړای چې د مظاهره کوونکو غوسه ارامه کړي. هغوی د نوي کال د پیل راهیسې د تیلو د بیو د لوړیدو په غبرګون کې لارو کوڅو ته وتلي دي.

د قزاقستان د جمهوري ریاست د فرمان له مخې په یاد هیواد کې بیړنی حالت اعلان شوی او په وینا یې «هیوادوالو ته د مستقیم او جدي امنیتي خطر په وجه» په پلازمینه نور سلطان ښار کې د شپې په ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.

د وضعیت د کنټرول لپاره د روسیې په مشرۍ د نظامي ائتلاف ځواکونو استول.

د روسیې په مشري نظامي ائتلاف د چهار شنبې په ورځ جنوري ۵ (مرغومي ۱۵) ویلي دي چې د قزاقستان د باثباته کولو په هدف به هغه هیواد ته سوله ساتي ځواکونه واستوي.

دغه ائتلاف ویلي دي‌ چې ګڼ شمیر مظاهره کوونکو د "بهرنۍ مداخلې" په مرسته د پخواني شوروي اتحاد په دغه هیواد کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

د انرژۍ بډای هیواد قزاقستان چې له ډیره وخته راهیسې په مرکزي آسیا کې د پخواني شوروي اتحاد یو باثباته هیواد ګڼل کیده، د تیلو د بیې د لوړیدو له امله پر دولتي ودانیو د پاریدلو مظاهره کوونکو له برید وروسته، په وروستیو لسیزو کې له خپل لوی کړکیچ سره مخ شوی دی.

په قزاقستان کې د روسیې د رفتار په اړه د امریکا خبرداری

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ جنوري شپږمه (مرغومي ۱۶) د شوروي اتحاد د پخواني غړي هیواد قزاقستان د کنترول د ترلاسه کیدو په اړه د روسي پوځیانو د ځای پرځای کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

واشنګټن څرګنده کړې چې نړۍ په قزاقستان کې د بشري حقونو د نقض څارنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"د امریکا متحده ایالات او په واضحه توګه نړۍ به د بشري حقونو هر ډول نقض ته پاملرنه وکړي."

XS
SM
MD
LG