د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د طرحې مسوده بشپړه شوه ـ مصالحې شورا


د ملي مصالحې د مشر تابه ناسته
د ملي مصالحې د مشر تابه ناسته

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د سولې د طرحې مسوده بشپړه شوه.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه اپرېل۱۱ (وري ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طرحو د توحید او برابرولو کمېټې نن یاده طرحه وروستۍ او د یادې شورا مشرتابه ته یې وسپارله.

نوموړي زیاته کړې چې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یادې طرحې پر بشپړېدو خوښي ښودلې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا د توحید کمېټې د څو ورځو راپدېخوا د ترکیې د سولې ناستې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د یوې واحدې طرحې پر ترتیبولو کار پیل کړی و.

بلخوا نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح له جمهوري نظام څخه د کوهدامن د خلکو د ملاتړ غونډې ته وویل چې ممکن د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته روانه اونۍ پيل شي.

صالح وویل چې امریکايي لورې د یادې ناستې اجنډا تیره ورځ له افغان حکومت سره شریکه کړې او په اړه یې بحثونه ورسره شوي دي.

هغه د ارزښتونو ساتل، اوربند او د حکومت جوړېدل د یادې طرحې له مهمو مادو څخه وبلل.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې افغان حکومت باید د ترکیې د سولې ناستې لپاره یوه واحده طرحه وړاندې کړي.

که څه هم تر دا مهاله د یادې طرحې جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه خپله طرحه د ترکیې په غونډه کې وړاندې کړي. د اساسي قانون ساتنه، انتخابات، د سولې حکومت او د لویې جرګې رابلل د دغې طرحې مهم ټکي دي.

XS
SM
MD
LG