د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په غزه کې د 'سمدستي اوربند' د خبرو دپاره اسرائیل ته ولاړ


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل په تل ابیب کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل په تل ابیب کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۳) منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې تل ابیب ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې 'په غزه کې د سمدستي اوربند' کېدو په سر د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره سختې خبرې ولري.

تمه کیږي چې بلینکن به همدارنګه د اسرائیل له حکومت څخه وغواړي چې د غزې دپاره بشردوستانه مرستو ته اجازه ورکړي او په رفح ښار کې له ځمکنيو عملیاتو ډډه وکړي، چیرې چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

بلینکن له دې وړاندې د غزې په اړه د خبرو دپاره په مصر او سعودي عربستان کې له چارواکو سره وکتل. نوموړي په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په غزه کې د شپږو اوونیو ممکنه اوربند او د یرغمل شویو اسرائیلیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې وکړې.

بلینکن په داسې حال کې اسرائیل ته رسېدلی چې متحده ایالتونه د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک مسوده د رایې اچوونې لپاره وړاندې کوي چې په غزې کې د عاجل اوربند غوښتنه کوي. دا مسوده د حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د معاملې یوه برخه ده.

چارواکو ویلي چې په مسوده کې غزې ته د بشري مرستو مسئله هم شامله ده.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن یوه ورځ وړاندې په سعودي عربستان کې ددغې مسودې په اړه خبرې وکړې. هغه د سعودي رسنۍ الحادث ته وویل: "زه فکر کوم چې دا به یو قوي پیغام او یو قوي سیګنال واستوي."

متحده ایالات چې د اسرائیل اصلي ملاتړی دی، له دې وړاندې په غزه کې د سمدستي اوربند دپاره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یی پرېکړه لیک ویټو کړی دی.

د فبرورۍ په پای کې په غزه کې د "سمدستي بشردوستانه اوربند" لپاره د الجزایر د مسودې د پریکړه لیک د ویټو کولو وروسته، د متحده ایالاتو چارواکو یوه بدیله مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې، د حماس له بند څخه د یرغملو د خوشې کولو سره یو ځای په غزه کې د شپږو اوونیو اوربند پلی شي.

د غزې تر ټولو خونړۍ جګړه د حماس د اورپکو له خوا په اسرائیل کې د اکتوبر د اوومې له هغه برید وروسته پیل شوه چې په پایله کې یې د اسرائیلي مقاماتو په وینا، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو.

وسله والو په دې برید کې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل ونیول، چې د اسرائیل په باور ۱۳۰ یې تراوسه په غزه کې پاتې دي، او د ۳۳ تنو یرغملو په اړه ګومان کیږي چې وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا د وزارت په وینا، د اسرائیل د پوځ له خوا د حماس پر ضد د غچ اخیستنې په عملیاتو کې تراوسه شاوخوا ۳۲۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG