د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په جاکارتا کې د چین د لوړپوړي ډپلوماټ سره ولیدل


د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د چین د بهرنۍ پالیسۍ جګپوړي چارواکي وانګ يي، نن پنجشنبې د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۲) د سویل ختیځې آسیا ټولنې (آسین) د غونډې په څنډه کې چې د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې جوړه شوې ده، سره ولیدل.

د بلینکن او وانګ یي،‌ دغه لیدنه پداسې حال کې کیږي‌ چې د مایکروسافټ شرکت دوه ورځې وړاندې وویل چې چینایي هکرانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون، ددغه هېواد یو شمېر دولتي بريښنا لیکونو ته لاسرسی موندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند په دې اړه وویل چې، موږ "غیرعادي فعالیتونه" موندلی او د "خپلو سیسټمونو" د خوندیتوب لپاره مو سمدستي اقدامات ترلاس لاندې نیولي‌ دي.

بلخوا یو امریکايي چارواکي وویل چې بلینکن د چین د بهرنۍ پالیسۍ لوړپوړي ډپلوماټ ته په جاکارتا کې لیدو پر مهال ویلي چې امریکا به له چینايي هکرانو حساب واخلي.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، بلینکن له وانګ سره په خپلو خبرو کې په ښکاره وویل،‌ هر هغه اقدام چې د امریکا حکومت، امریکايي شرکتونه او یا امریکايي اتباع په نښه کوي، موږ زیات انديښمن وي او موږ به ددغه کار مسوول کسان بې ځوابه نه پریږدو.

دغه امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ددې خبرې له ویلو ډډه وکړه چې آيا واشنګټن په مستقيم ډول چين په دغه کار کې په لاسوهنې تورنوي یا نه.

د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د امریکا او چین ددغو دواړو جګپوو ډپلوماټانو لیدنه،‌ بیجینګ ته د ښاغلي بلینکن د تیرې میاشتې د سفر وروسته، تر سره کیږي.

ښاغلي بلینکن په هغه سفر کې د چینایي چارواکو سره د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزي اړیکو، هغه چینایي جاسوسۍ بالون چې امریکایي ځواکونو د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په میاشت کې د بایډن په امر وویشت او نسکور یې کړ، د تایوان تنګي څخه د کښتیو تیریدو راتیریدو او نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړلې.

انتوني بلینکن وویل چې د سفر هدف یې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې ثبات راوستل دي. د بهرنیو چارو وزیر پدې هکله وویل، "یو څه چې ما پدې سفر کې خپلو چینایي سیالانو ته وویل دا و چې مونږ به داسې شیان وایو او کوو به یې چې نه به مو خوښیږي. "

دا د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا لومړی ځل و چې د امریکا د بهرنیو چارو یو وزیر په رسمي سفر چین ته تللی و. د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي نفوذ اړوند مسلو پر سر د اختلاف له امله ترینګلې دي.

خو په ورته وخت کې، بیجینګ ته د بلینکن د تیرې میاشتې سفر، د ډیپلوماسۍ‌ بهیر بیرته را ژوندی کړ چې په دې ترڅ کې د امریکا د مالیې وزیرې د جینت ییلن تیره اونۍ بیجینګ ته سفر وکړ او ټاکل شوې ده چې د اقلیم په چارو کې د ولسمشر بايدڼ ځانګړي استازي، جان کیري راتلونکو ورځو کې چین ته سفر وکړي.‌

XS
SM
MD
LG