د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف د افریقا مشرانو ته: د نړۍ د 'خوړو بحران' کې روسیه نده ملامته


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په روانه اونۍ کې د افریقا څو هېوادونو ته د سفر پر مهال هڅه وکړه وښيي چې په نړۍ کې د غلو په صادراتو کې د ستونزو او قیمتونو د لوړېدلو له آمله روسیه نده ملامته.

په داسې حال کې چې، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل را وروسته، د خوراکي توکو رامنځته شوي کمښت د نړۍ قهر راپارولی او پر روسیې فشارونه زیات شوي دي.

لاوروف ددغه سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې روسیې ته ملاتړي پیدا کړي.

افریقا ته د سرګې لاوروف د سفر پر مهال، په هر هېواد کې د هغه د تم کېدو او خبرو تر ټولو مهمه موضوع له روسیې او اوکراین څخه د غلو د صادراتو بېرته پیلېدل دي. د بیلګې په ډول، د کانګو جمهوریت په اویو ښار کې، چېرې چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جانکلاډ ګاکوسو ، لاوروف ته د ښه راغلاست ویلو پر مهال زیاته کړه: "هغه له ښه خبرونو سره راغلی دی، او یو یې په ترکیه کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په ملاتړ د هغه تړون لاسلیک کېدل دي چې له مخې به یې د اوکراین غنم د تور سمندرګي او باسفورس تنګي له لارې بازار ته وړاندې شي".

د روسیې له لوري پر اوکراین باندې د فبروري د ۲۴مې یرغل او د اوکرایني بندرونو بندلو د غلو صادرات ټکني کړي دي، په میلیونونو ټنه غلې دانې بندې پاتې دي او په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي. ملګري ملتونه وايي، افریقايي هېوادونه له دې آمله ډیر زیانمن شوي او له "سختې لوږې" سره د مخامخ خلکو په شمېر کې ۴۷ میلیونه زیاتوالی راغلی دی.

لاوروف افریقا ته خپل سفر د یکشنبې په ورځ له مصر څخه پیل کړ. هغه له مصري چارواکو سره ژمنه وکړه چې له روسیې څخه د غلو د صادرولو په برخه کې د مصر غوښتنه به پر ځای شي، او تور یې پورې کړ چې پر روسیې باندې د لویدیځ بندیزونه د غلو د کمښت لامل دی.

په عین وخت کې، د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي ویلي چې د اوکراین پر اوډیسا بندر باندې د روسیې د شنبې د ورځې راکټي بریدونو، د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د غلو د صادراتو هغه تړون له خطر سره مخ کړی دی چې تېره اونۍ په استانبول کې لاسلیک شو.

خو سرګې لاوروف وویل چې پر اوډیسا باندې برید به د غلو پر صادراتو اغېز ونکړي. یوه څېړونکي امریکا غږ ته وویل، لاوروف هڅه کوي، مصر، کانګو جمهوریت، یوګانډا او ایتوپیا ته په خپل سفر کې، خلکو ته دغه ذهنیت ورکړي.

په امریکا کې د جګړې د مطالعې انستیتوت د روسیې د چارو څېړونکي، نټالیا بګایوا وویل: "د روسیې لخوا د اوکراین د غلو د صادراتو بندېدل او په لوی لاس د اوکراین د کرهنیز توان تباه کول، ددغه هڅو مرکزی ټکی دی. روسیه هڅه کوي د اوکراین د غلو صادرات په درواغو پر روسیې باندې د لګېدلو بندیزونو سره وتړي او په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت په روان بحران کې اوکراین پړ وښيي".

یوي بلي څیړونکي هم تایید کړه چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې د غلو په صادراتو کې رامنځته شوي کمښت، په ځانګړي ډول اقریقايي هېوادونه زیات اغېزمن کړي دي.

د جګړې د مطالعې انستیتوت د افریقا د پروګرامونو مشرې سوزن سټیګانټ همدارنګه وویل چې دغه سیمه د خوراکي توکو د بې ثباتۍ او کمښت له آمله زیان ویني.

هغې زیاته کړه چې د امریکا د نړیوالو مرستو د ادارې (USAID) سفیره، سمینتا پاور تازه سیمې ته ورغلې وه او د ۳ میلیارد ډالرو مرسته یې اعلان کړه".

مېرمن سټیګانټ امریکا غږ ته وویل، افریقا د خپل اړتیا ۴۰ سلنې غلې د پوره کولو دپاره پر روسیي تکیه کوي، په داسې حال کې چې د نړۍ ۶۰ سلنه زراعتي ځمکې چې استفاده ورڅخه نه کیږي، په دغه لویه وچه کې دي.

XS
SM
MD
LG