د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کویډ ۱۹ اخته شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ مې څلورمه (غوایي ۱۴) وویل چې د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن د کرونا نتیجه مثبته راغلې او نوموړی به له دې وروسته په انلاین شکل کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:" د بهرنیو چارو وزیر په بشپړ ډول واکسین شوی او د ویروس په وړاندې یې تقویتي دوز هم اخیستی دی او یوازې خفیف علایم لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي چې بلینکن به د پنجشنبې په ورځ مې پنځمه د چین د پالیسي په اړه خپله وینا ونکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، بلینکن هیله من دی چې بیرته وزارت ته ستون شي او هر څومره ژر چې امکان ولري په بشپړ ډول خپل کار او سفرونه پیل کړي.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې بلینکن د څو ورځو راهیسې جمهور رئیس بایډن مخامخ ندی لیدلی.

خو بلینکن د چهار شنبې په سهار د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سویډن له لومړۍ وزیرې ان لیندي سره وکتل.

د بلینکن د ټسټ نتیجه چې تر دې یوه ورځ مخکې منفي راغلې وه، خو نوموړي له میرمن لیندي سره تر ملاقات وروسته او د علایمو په احساس کولو سره بل ټسټ وکړ.

نډ پرایس وویل ټولو هغو کسانو ته خبر ورکړل شوی چې له ښاغلي بلینکن سره په نږدې تماس کې وو.

بلینکن د سه شنبې په ورځ مې دریمه د بهرنیو چارو په وزارت کې د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر مارسیلو ابرارد سره کتلي وو او وینا یې هم کړې وه.

بلینکن همدارنګه د هغو میلمنو په ډله کې وو چې د شنبې په ماښام د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د کلنۍ ماښامنۍ لپاره په یوه هوټل کې راغونډ شوي وو.

XS
SM
MD
LG