د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ پوتین ځان قرنطین کوي


د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین
د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین

په روسیې کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد ولسمشر ویلاديمیرپوتین به ځان ګوښه او قرنطین کوي، ځکه چې د هغه په نژدې حلقه او کسانو کې د کرونا ویروس پېښې ثبتې شوي دي.

ولسمشر پوتین د کروناویروس ضد «سپوتنیک وي» روسي واکسین کړی و چې دویم او اخري ډوز یې د اپریل په میاشت کې و.

د کرملین ویاند دمتري پیسکوف د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي۲۳) خبریالانو ته د ښاغلي پوتین د روغتیا په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هغه «بیخي روغ او جوړ»‌ دی، خو له ځینو کسانو سره چې د کرونا په ویروس اخته شوي، تماس نیولی او له همدې کبله «ځان قرنطین» کوي.

له ویاند څخه وپوښتل شول چې ایا د ولسمشر پوتین د کرونا ویروس نتیجه منفي ده؟ هغه وویل: «هو، دقیقآ».

ښاغلي پیسکوف ونه ویل چې ولسمشر پوتین به د څو ورځو لپاره قرنطین وي، خو تاکید یې وکړ چې هغه به خپل کارونه هم کوي. لا معلومه نه ده چې د ښاغلي پوتین په نژدې حلقې کې څوک د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

خو هغه تېره ورځ د روسي د پاراالمپیک سیالیو لوبډلې ته ښه راغلاست ووایه، له بلا روس سره د روسي د پوځ په یو ګډ تمرین کې یې برخه واخیسته او د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره یې هم ولیدل.

ښاغلي پوتین د روسیې د پاراالمپیک لوبډلې سره د لیدو په مهال وویل چې د هغه په « نژدې حلقه کې د کروناویروس پېښې ثبتې شوي او ماته نژدې ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي»‌ او ممکن «ځان قرنطین» کړي.

د کرملین ویاند وویل چې د ډاکټرانو له سپارښتنې وروسته هغه د قرنطین کولو پرېکړه وکړه.

د اسوشییتدپرس د راپور په اساس په روسیې کې په دې وروستیو اونیو کې هره ورځ د ۱۷۰۰۰-۱۸۰۰۰ترمنځ خلک د کرونا په ویروس اخته کېږي او هره ورځ لږ تر لږه ۸۰۰کسان د دغه ویروس له کبله مري. په روسیې کې د کرونا ویروس محدودیتونه هم شته.

د روسیې د کرونا ویروس ضد څانګه وايي‌ تر دې دمه ۷.۱میلیون خلک په دغه هېواد کې د کرونا په وبا اخته شوي‌ او شاوخوا ۱۹۴زره نور کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG