د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له خپل چینایي سیال سره په خبرو کې د تایوان په اړه د ارامتیا غوښتنه وکړه


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۳ (تلي لومړۍ) له خپل چینایي سیال سره د لیدنې پرمهال د تایوان په اړه د ارامتیا غوښتنه وکړه.

نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې له چین سره په زیاتیدونکو تاوتریخوالو کې د کموالي نښې ښکاره شوي دي.

ښاغلي بلینکن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اوه اویایمې سرمشریزې پرمهال په یوې جلا غونده کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د ۹۰ دقیقو لپاره وکتل.

امریکایي چارواکو ویلي چې په دې خبرو کې "ډیر روښانه” بحث شوی او زیات تمرکز پر تایوان و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي چې ښاغلي بلینکن ټینګار وکړ:" د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات ټینګښت د سیمې او نړۍ د امنیت او هوساینې لپاره مهم دی."

په بیانه کې همدارنګه زیاته شوې چې ښاغلي بلینکن په خاص ډول له تاوتریخوالو څخه په ډکو حالتونو کې د چین او متحدو ایالتونو ترمنخ د اړیکو په شتون او په مسولانه ډول د دواړو هیوادونو د اړیکو د مدیریت په اړه خبري کړي دي.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي چې متحده ایالات د تایوان په اړه " ډیر غلط" او خطرناک سیګنالونه استوي او هر څومره چې د تایوان خپلواکۍ غوښتونکي فعالیتونه ډیریږي، په هماغه اندازه سوله ایز هواری به لږ وي.

د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر د وانګ یي له قوله ویلي:" د تایوان مسله د چین یوه داخلي مسله ده او متحده ایالات په هغه تګلاره کې چې د هواري لپاره به یې وکارول شي د مداخلې حق نلري."

په ورته وخت کې امریکایي چارواکو ویلي دي چې ښاغلي بلینکن پر اوکراین د روسیې له برید څخه د نه ملاتړ په اړه د امریکا خبرداري یو ځل بیا تکرار کړل.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډه کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه راوروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

په دې غونډه کې د روسیې د ملاتړ پر ځای د یو اروبند په ضرورت ټینګار وشو.

دا په جولای میاشت کې د اندونیزیا په بالي کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د ښاغلي بلینکن تر ملاقات وروسته لومړی ځل و چې دغو دوو مشرانو خبري وکړې او ظاهرا داسې معلومیده چې دواړه مشران د ډیر ثبات پلویان دي.

XS
SM
MD
LG