د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه، پنټاګون: پوتین اوکراین کې خپل هدف نشي ترلاسه کولی


د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۶) وویل چې د اوکراین پر څو برخو یې تازه بریدونه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړیده چې روسي پوځيانو د اوکراین په خیرسون، میکولیاف او دونتڅک سیمو بریدونه کړي، دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې ده چې د اوکراین په خیرسون سیمه کې عملیات کړي‌ خو بریالي نه وو.

مسکو همدارنګه پر کیف تور لګولی دی چې د ژاپورژیا اټومي بټۍ څخه نږدې د راکټونو ډزې کوي.

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند دا تورونه رد کړي چې ګواکې د هغوی ځواکونو د ژاپورژیا اټومي بټۍ ته له نږدې ځای څخه ډزي کړي دی.

له دغو بریدونو سره په یو وخت، د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د استخباراتو رئیس د جمعې په ورځ وویل په اوکراین کې د روسیې ماتو او مختلفو سیمو کې د مسکو د منابعو ویش ته په کتو، داسې نښکاري چې روسان دې د ولادمیر پوتین د یرغل اصلي هدف ترلاسه کړي.

ډګرجنرال سکاټ بریر له واشنګټن ډي سي څخه بهر یو استخباراتي او د ملي امنیت کنفرانس ته وویل:" اوسمهال داسې یو نقطې ته رارسیږو چیرې چې زه فکر کوم پوتین باید له دغو عملیاتو څخه په خپلو اهدافو له سره غور وکړي. ځکه دا اوسمهال ډیره روښانه ده چې نوموړی ... هغه کار نشي کولی کوم چې په لومړیو کې یې فکر کاوه چې کولی یې شي."

پوتین په فبروري میاشت کې پر خپل ګاونډي هیواد اوکراین نظامي برید وکړ چې د امریکایي چارواکو په وینا پوتین په دې کار سره غوښتل د هغه هیواد د غرب ملګری حکومت ړنګ کړي.

خو اوکرایني ځواکونو وکړای شول چې د جګړې په لومړیو ورځو کې روسي ځواکونه د پلازمینې کیف له شاوخوا سیمو په شاه وتمبوي. روسي ځواکونو تیره اوونۍ یو ځل بیا وروسته له هغه لویي ماتې سره مخ شول کله چې اوکرایني ځواکونو د هغه هیواد په شمال ختیځ کې له پراخو سیمو روسي پوځپان په شاه کړل.

خو ولسمشر جوبایډن او د امریکا د حکومت نورو چارواکو د روسیې وروستی شاه تګ د اوکراین بریا او یا هم په جګړې کې د عطف نقطې ګڼلو څخه ډډه کړې ده ځکه شنونکي خبرداری ورکوي دا ستونزمنه ده چې راتلونکی وضعیت و ارزول شي.

جنرال بریر د پوتین په اړه وویل:" هغه د تصمیم نیونې په حال کې دی، دا چې دغه تصمیم به څه وي موږ نه پوهیږو. خو دا به تر ډیره په دې پورې وي چې جګړه د څومره وخت لپاره دوام وکړي."

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۶ په ازبکستان کې کې لویي سیمه ایزې غونډې ته خبرداری ورکړ که اوکرایني ځواکونه په روسیه کې تاسیسات په نښه کړي هیواد به یې پر اوکراین بریدونه ته زور ورکړي.

په دغه کنفرانس کې د چین، هند، ترکیې او څو نورو هیوادونو مشرانو هم ګډون کړی وو.

پوتین زیاته کړه چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې آزادول د مسکو عمده هدف وو او ددې ضرورت نشته چې په دې اړه له سره غور وشي. هغه زیاته کړه روسیه عجله نلري.

XS
SM
MD
LG