د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن لاوروف ته: خپل ځواکونه د اوکراین له پولې پر شا کړئ 


انتوني بلینکن او سرګي لاوروف
انتوني بلینکن او سرګي لاوروف

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، نن د فبرورۍ په اوله (سلواغې ۱۲) د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې هیواد یې د اوکراین له پولې څخه خپل ځواکونه پر شا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان له روسیې وغوښتل چې د اوکراین سره کړکیچ سمدستي راکم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل چې ددغه ټیلیفوني مکالمې یو هدف د روسیې امنیتي وړاندیزونو ته د کتبي ځواب ارزونه وه؛ هغه ځواب چې روسیه وایي ددې هیواد امنیتي اندیښنو ته په کې هیڅ اشاره نده شوې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره اونۍ وویل چې د مسکو اصلي اندیښنو ته (ختیځې اروپا ته د ناټو نه غځېدل او د روسیې شاوخوا ته ددې تړون د وسلو نه لیږدول) اشاره نده شوې.

کریملن په یو بیان کې وویل چې ولسمشر پوتین د امریکا امنیتي وړاندیزونه په دقت مطالعه کوي او د راتلونکي اقدام په هکله به پریکړه وکړي.

روسیې خپل شاوخوا ۱۰۰ زره ځواکونه د اوکراین سره ددې هیواد د پولې په اوږدو کې ځای پر خآی کړي؛ هغه اقدام چې لویدیځ ګمان کوي د اوکراین پر ضد د پوځي اقدام یوه برخه ده. خو روسیې ویلي چې پر اوکراین باندې د برید هیڅ طرحه نلري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن خپل روسي سیال ته یو ځل بیا څرکنده کړه چې امریکا د اوکراین حاکمیت او د خاورې بشپړتیا او د تړونونو او بهرنۍ پالیسۍ په اړوند د ټولو بهرنیو هیوادونو حق ته ژمنه ده.

دغه لوړپوړي امریکایي دپلومات همداشان زیاته کړه چې امریکا لیواله چې د خپلو متحدینو او شریکانو سره په پیوستون د روسیې سره د دوه اړخیزو امنیتي اندیښنو په اړه تبادل نظر وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د روسیې سره د کریمیه جزیرې له یوځای کیدو وروسته د اوکراین د نورې خاورې اشغال به د بیړنیو او سختو پایلو سره مخامخ شي او له روسیې یې وغوښتل چې دپلوماتیکه لاره خپله کړي.

XS
SM
MD
LG