د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مقامات: روسیې د وینې کڅوړې د اوکراین پولې ته استولي 


امریکایي مقامات وایي روسیې د اوکراین پولې ته نږدې چې ددې هیواد ځواکونه پکې دیره دي، د وینو د کڅوړو په ګډون طبي مواد هم استولي دي چې د مسکو پوځي تیاری په ډاګه کوي.

درې برحاله او پخوانیو امریکایي مقاماتو د رویترز اژانس سره پدې هکله د نومونو د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړي. دا اقدام پر اوکراین د یرغل لپاره د روسیې د تیاریو په هکله د امریکا خبرداریو ته قوت ورکوي.

روسیې د اوکراین سره په پوله په لسګونو زره سرتیري ځای پر ځای کړي او لویدیځ ګمان کوي د اوکراین پر ضد د روسیې د پوځي اقدام د طرحې یوه برخه ده.

د امریکا د دفاع وزارت دمخه هم د اوکراین سره پولې ته د روسیې د طبي اسانتیاو د استولو په اړه خبر ورکړی و، خو د وینو کڅوړې نوي جزییات دي.

د روسیې د دفاع وزارت تر اوسه دې رپوټ ته غبرګون ندی ښودلی. خو د اوکراین د دفاع وزارت دغه معلومات رد کړي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هنا مالیر، په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا معلومات سم ندي او دغه ډول خبرونه د روحي جګړې عناصر دي چې هدف یې په ټولنه کې د ګډوډۍ رامنځته کول دي.

له دې دمخه د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینکسي هم یوه ورځ مخکې پر دغو ډول خبرونو باندې په انتقاد سره وویل چې هیواد یې دې ډول وارخطایی ته اړتیا نلري.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند هم د وینو د کڅوړو په اړه تبصره ندی کړې خو د روسیې د پوځي تیاري په اړه یې خبرداری تکرار کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د استخباراتي ارزونو په اړه بحث رد کړ.

هغه امریکایي مقاماتو چې پدې اړه یې خبر ورکړی ویې نه غوښتل پدې هکله چې امریکا څنګه دغه تحرکات کشف کړي معلومات ورکړي. خو بیا دوو امریکایي مقاماتو وویل چې پدې وروستیو اونیو کې یې دغه معلومات ترلاسه کړي.

مسکو پر اوکراین باندې د هر ډول برید طرحه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG