د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د امنیت شورا له غونډې وروسته، بلینکن او لاوروف خبرې کوي 


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

ټاکل شوې چې نن د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوکراین د کړکیچ په اړه بحث کوي او سبا د چهارشنبې په ورځ د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران یو ځل بیا پدې موضوع خبرې وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې واشنګټن وایي د خپلو متحدینو سره په کار بوخت دی چې که روسیه په خپل ګاونډي اوکراین باندې یرغل وکړي پر مسکو به سخت بندیزونه ولګول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې: «لاوروف او بلینکن به د سه شنبې په ورځ ټیلیفوني خبرې وکړي.»

د متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلینکن او سرګي لاوروف ترمنځ دغه ټیلیفوني خبرې د مسکو، بروکسل او واشنګټن د دپلوماتانو ترمنځ یو له وروستیو دپلوماتیکو هڅو څخه دي چې د اوکراین د کړکیچ او د اروپا د امنیتي اندیښنو په اړه کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا د یکشنبې په ورځ پر مسکو باندې پر اوکراین باندې د برید په صورت کې د نویو او «ویجاړونکو» اقتصادي بندیزونو د لګولو اعلان کړی دی.

پداسې حال کې چې د اوکراین پر سر کړکیچ شدت اخیستی، ټاکل شوې چې د روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه مسله وڅیړي.

په ملکرو ملتونو کې د امریکا دایمي استارې لیندا توماس ګرینفیلډ د ای بي سي خبري شبکې ته ویلي چې امریکا دغه بحث ته پوره تیاری لري او د روسیې له لورې د «ناسمو معلوماتو» د وړاندې کولو په وړاندې به غبرګون وښیي.

روسیې چې خپل شاوخوا ۱۰۰ زره ځواکونه یې د اوکراین د پولې په اوږدو کې ځای پر خای کړي، وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري، خو د ناټو تړون او متحده ایالاتو څخه یې غوښتي چې اوکراین د ناټو غړی نشي او د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نکړي.


امریکا او ناټو د روسیې دغو او نورو امنیتي وړاندیزونو ته لیکلی ځواب ویلی خو مسکو وایي چې عمده امنیتي اندیښنو ته یې ځواب ندی ویل شوی.

XS
SM
MD
LG