د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې احتمالي برید؛ ناټو وايي جنګي ځواکونه نه استوي 


د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ
د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي‌ ناټو په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په صورت کې هغه هېواد ته د جنګي ځواک د استولو کومه طرحه نلري.

نوموړي نن یکشنبه جنوري ۳۰ (سلواغه لسمه) د بي بي سي تلویزون ته وویل: «اوکراین ته د ناټو د جنګي ځواکونو د استولو هېڅ طرحه نلرو... موږ د مرستو په برابرولو تمرکز کوو.»

په همدې حال کې بریتانیا،‌ چې د ناټو غړې ده، د اوکراین په سرحد کې د روسي ځواکونو د پوځي حضور په ځواب کې ویلي دي چې د اروپا د سرحدونو د قوي کولو لپاره د ناټو د ځواکونو په استولو غور کوي.

د بریتانیا حکومت خبرداری ورکړی چې په اوکراین باندې به د روسیې هر ډول یرغل ته په جدي بندیزونو ځواب ووايي.

ټاکل شوې چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن بله اونۍ سیمې ته ولاړ شي او همدغه راز به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم په تیلیفون کې خبرې وکړي.

د ښاغلي جانسن دفتر وایي چې نوموړي د ناټو غړو هېوادونو ته یو لوی ممکن وړاندیز مخې ته کړی او په ناټو کې د خپلو ځواکونو د شمېر د دوه برابره کولو تر څنګ به په استونیا کې دفاعي وسلې هم ځای په ځای کړي.

د نوموړي د دفتر په یوې اعلامیې کې ویل شوي: «دا وړاندیز کرملین ته ښکاره پیغام انتقالوي چې موږ به په سیمه کې د هغوی بې ثباته کوونکي فعالیتونه نشو زغملای او په ځانګړي ډول د روسیې د خصومت په مهال به د ناټو د متحدینو تر څنګ درېږو.»

په اعلامیې کې همدغه راز د ښاغلي جانسن له خولې لیکل شوي دي: «موږ خپلو وسله والو ځواکونو ته ویلي‌ چمتو واوسې چې بله اونۍ به ټولې اروپا ته استول کیږي چې ډاډه شو د خپلو متحدینو د مرستو جوګه یو.»

د دغه وړاندیز جزیات به بله اونۍ په بروکسل کې نهايي‌ کیږي خو د ناټو د دفاع وزیران به په پوځي انتخاب د دوشنبې په ورځ بحث کوي.

بل لوري ته ټاکل شوې چې په څو ورځو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران روسیې ته ولاړ شي‌ او له خپلو سیالانو سره خبرې وکړي. د دغو خبرو هدف د اړیکو ښه والی او په سیمه کې د وضعیت ارامول ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG