د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې د سیلابونو او ځمکې ښویدو له امله د مړو شمیر ۱۰۵ تنو ته ورسید 


برازیلي مقاماتو ویلي چې ددې هیواد ریو دی ژنیرو ته نږدې د پتروپولیس په ښار کې په تازه سیلابونو او ځمکې ښویدو له امله د مړینو شمیر ۱۰۵ ته رسیدلی او په لسګونو نور کسان بې درکه دي چې د مړو شمیر ښایي زیات شي.

د پتروپولیس ښار ښاروال روبینز بومتمپو، ویلي دي چې تراوسه ددغې غمیزې ټول ابعاد او د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیرې څرګندې ندي. ددې پیښې څخه ژغورل شوي کسان د مرستندویانو سره یو ځای د خټو او ویجاړیو څخه د خپلو خپلوانو د موندلو هڅه کوي.

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، وران شوي کورونه او هغه موټرونه ښکاره کوي چې سیلاب وړي او د پتروپولیس ښار د اوبو ډکو کوڅو په منځ کې پراته دي.

ددغه سیلاب ځپلې سیمې یوې اوسیدونکې روسیلین ویرجینیا، د اسوشیتیدپرس اژانس ته وویل: "سخته دردونکې ده، چې ګورو خلک مرسته غواړي او د هغوی سره مرستې ته هیڅ لاره نشته. دغه وضعیت ډیر ناهیله کونکی دی او د سختې بې وسۍ احساس په ډاګه کوي."

برازیلي مسولینو ویلي چې د سه شنبې په ورځ ۲۵.۸ سانتیي متره باران یواځې د دریو ساعتونو په ترڅ کې ووریده، چې پدې ښار کې په معمول ډول د یوې میاشتې د اورښت سره برابر و او په تیرو ۹۰ کلونو کې يط بیساری و. دغه وضعیت د سخت سیلاب د راوتلو او د ځمکې د خویدلو سبب شو.

د ریو دی ژنیرو والي کلاودیا کاسترو، چې د پتروپولیس ښار یې د مربوطاتو څخه دی خبریالانو ته وویل چې تر اوسه ۲۴ تنه د ویجاړیو لاندې ژوندي راایستل شوي دي. هغې زیاته کړه: "هیڅ څوګ په دغه شدت اورښت وړاندوینه نشي کولای."

د هوا د حالاتو وړاندوینه ښیي چې په راتلونکو ورځو کې به هم دغه ښار د اورښتونو شاهد وي.

XS
SM
MD
LG